د اماراتو په وړاندې 20 آووریزو سیالیو ته افغان ټیم اعلان شو

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ نن /شنبه/ د متحده عربي اماراتو په وړاندې شل اووریزو سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ټیمونه درې شل ورځینۍ مسابقې وکړي.

کرکټ بورډ وايي، دا لوبډله د افغانستان د ټیم له سرروزونکي یا کوچ لالچند راجپوت سره له سلامشورې وروسته د غوراوي د کمېټې د مشر دولت احمدزي او د غوراوي د ملي کمېټې له لوري نهايي شوی دی.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو لومړنۍ مسابقه به د چهارشنبې په ورځ د دوبۍ د آی سي سي په نړیوال کرکټ اکاډیمۍ کې وي.

دوهمه سیالي به تر دې دوې ورځې وروسته /دسمبر۱۶ او درېمه د دسمبر په ۱۸ وي.

د اصغر ستانکزي په کیپتانۍ د افغانستان په ټیم کې، محمد شهزاد، نجیب ځدراڼ، نجیب تره کی، حضرت ځاځی، عثمان غني، محمد نبي، سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، کریم جنت، افتاب عالم، فرید ملک، حمزه هوتک او راشید خان شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *