افغانستان متحده عربي اماراتو ته په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه

تاند- د کرکټ نړیوال جام د غوراوي لپاره د شپږ غوریزو په سیالیو کې افغانستان نن له متحده عربي اماراتو ته په ۵ ویکټونو او ۹۳ توپونو ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اماراتو په وړاندې توپ ویشتنې یا بیټنګ ته په نوي ترکیب راووته.

د لومړي ځل لپاره له محمد شهزاد سره ګلبدین نایب د پرانیستګر لوبغاړي په توګه راووت.

له ګلبدین نایب پرته، چې تر پایه ودرېد، د افغانستان لومړي ۵ لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل او دا وېره یې پیدا کړه چې مسابقه بایلو خو د نایب ترڅنګ د نجیب الله ځدراڼ بیټنګ اټکل ناسم ثابت کړ.

دوی دواړه تر پایه ونه سوځېدل او په ګډه یې ۱۳۷ منډې وکړې.

نایب ۷۴ او نجیب ځدارڼ ۶۳.

د دې مسابقې پچه متحده عربي اماراتو وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي.

خو افغان لوبډلې د متحده عربي اماراتو ټول لوبغاړي په ۴۳ اوور کې په داسې وخت کې وسوځول چې ټولټال یې ۱۷۷ منډې کړې وې.

راشد خان ۵، دوالت ځدراڼ ۳، محمد نبي یو او مجیب الرحمان یو لوبغاړي وسوځول.

تمه کېده چې افغان لوبغاړي په ډېر توپیر دا مسابقه وګټي. ډېر توپیر به نړیوال جام ته د افغان لوبډلې له رسېدو سره مرسته وکړي.

دې ماتې نړیوال جام ته د اماراتو هیله یو مخ ختمه کړه.