افغانستان نړیوال جام ته یو ګام نژدې شو، خو لا هم ډېره لار ورته پاتې ده

تاند- د نړیوال جام د غوراوي لپاره د شپږو غوریزو په سیالیو کې د متحده عربي اماراتو په وړاندې د نن /سې شنبه/ بري د افغانستان د امتیازونو شمېر ۴ ته ورساوه، خو لا هم د ویست انډیز، زیمبابوې او سکاټلنډ امتیازونه تر افغانستان زیات دي.

دوی هم د افغانستان په شان ۴ مسابقې کړي دي.

که چیري افغانستان درېمه مسابقه له آیرلنډ څخه په زیات توپیر وګټي او په عین حال کې سکاټلنډ او زیمبابوې یوه – یوه لوبه وبایلي، افغانستان نړیوال جام ته د وتلو چانس مومي.

سکاټلنډ له ویسټ انډیز او زیمبابوې له متحده عربي اماراتو سره مخامخ کېږي.

2د نړیوال جام د غوراوي لپاره د سیالیو ترپیلېدو لږ مخکې د افغانستان کیپتان اصغر ستانکزی اپندیسي شو او د کیپتانۍ پېټی د راشد خان په اوږو ولوېد. کیپتانۍ د راشد خان پر لوبې هم منفي اغېز وکړ. په نننۍ مسابقه کې څرګنده شوه چې د ستانکزي راتګ د راشد پر باولینګ څومره اغېز کړی و.

ده نن د اماراتو ۵ لوبغاړي وسوځول.