راشد خان د میدان بدلېدونکي شرایط د افغانستان د ماتې سبب وبلل

تاند- د نړۍ غوره باولر راشد خان، چې د یکشنبې په ورځ د سکاټلنډ په وړاندې د افغانستان د لوبډلې کیپتان و، د میدان شرایط د پرونۍ ماتې سبب بولي.

راشد خان وايي«ویکټ د بیټنګ لپاره سخت و. بیټنګ پرې نه شوای کېدای خو کله چې لمر راښکاره شو، میدان یو مخ بدل شو او توپ وهنه (بیټنګ) پرې خورا اسانه شوه. په داسې میدانونو کې پچه ډېره مهمه ده، خو زموږ له اختیاره وتلې وه.»

Rashid Khanپرون د افغانستان لوبډله د نړیوال جام د غوراوي په لومړۍ مسابقه کې له سکاټلنډ سره مخامخ شوه خو په ۷ ویکټونو یې وبایلله.

لومړی بیټنګ افغان لوبډلې وکړ او ۲۵۵ منډې یې جوړې کړې خو د سکاټلنډ یوازې مک لیوډ ۱۴۶ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې بري ته یې لار هواره کړه.

کله چې سکاتلنډ بیټنګ پیل کړ او ډېر ژر مجیب الرحمن د سکاټلنډ ۲ لوبغاړي وسوځول، ګومان کېده چې د افغانستان بری حتمي دی.

پرون زیمبابوې، چې د دغو سیالیو کوربنه ده، نیپال ته ماتې ورکړه.

د افغانستان بله سیالي به له زیمبابوې سره وي.

په زیمبابوې کې د ۱۰ لوبډلو له منځه ۲ د نړیوال جام په سیالیو کې له ۱۰ نورو لوبډلو سره لوبېدو ته غوره کېږي.