راشد خان د نړیوال کرکټ په تاریخ کې تر ټولو کم عمره کیپتان شو

تاند- ۱۹ کلن راشد خان به د نړیوال کرکټ په تاریخ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی وي چې کیپتانۍ ته رسېږي.

راشد خان به چې په یو ورځنیو او ۲۰ اوره سیالیو کې د نړۍ لومړی درجه باولر دی، د اصغر ستانکزي د ناروغېدو له کبله د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې کیپتاني وکړي.

ډاکترانو اصغر ستانکزي ته ویلي چې په ۱۰ ورځو کې به د دې جوګه شي چې د لوبو میدان ته لاړ شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د اصغر په نه شتون کې به راشد خان، چې مرستیال کیپتان دی، د ملي ټیم کیپتان وي.

2افغانستان به د مارچ په څلورمه د ۲۰۱۹ نړیوال جام د غوراوي لپاره په لومړۍ سیالي کې له سکاټلنډ سره مخامخ شي.

راشد خان په ۳۷ یو ورځنیو مسابقو کې ۸۶ او په ۲۹ شل اوره سیالیو کې ۴۷ ویکټونه اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *