افغانستان په ۲۹ منډو ویست انډیز ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /سې شنبه/ په زیمبابوې کې د ویست انډیز ملي لوبډلې ته په تمریني مسابقه کې ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ افغانستان وکړ او د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

خو د ورښت له کبله اوورونه ۳۵ ته راټیټ او ویسټ انډیز ته ۱۴۰ منډې هدف وټاکل شو.

ویست انډیز په ۲۶ اوور کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۱۰ منډې جوړې کړای شوې.

په دې توګه دا مسابقه افغانستان په ۲۹ منډو وګټله.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ ګلبدین نایب وکړ. نایب په ۵۷ توپونو ۴۸ منډې وکړې. همداراز سمیع الله شینواري په ۹۱ توپونو ۴۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

په باولینګ کې دولت ځدراڼ ۴، شرف الدین اشرف ۲، راشد خان ۲، محمد نبي یو او شاهپور ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځول.

تر ټولو لږ منډې راشد خان ورکړې. خو دولت ځدراڼ د ۲۶ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي وسوځول چې د دې سیالۍ فوق العاده توپ اچونه ګڼل کېدای شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان بله تمریني سیالي د مارچ په لومړۍ نېټه /پنجشنبه/ د زیمبابوې په پلازمېنه حرارې کې له هالنډ سره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *