افغانستان په ۱۵۴ منډو زیمبابوې ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه لومړۍ ۵۰ اوره مسابقه په ۱۵۴ منډو وګټله.

تر دې وړاندې افغانستان دوې شل اوره مسابقې له زیمبابوې څخه ګټلې وې.

د نننۍ مسابقې، چې د دواړو هیوادونو د یو ورځنیو مسابقو د لړۍ لومړۍ وه، پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي.

د افغانستان پرانیستګرو لوبغاړو محمد شهزاد او احسان الله خورا ښه لوبه پیل کړه.

شهزاد ۳۴ او احسان الله ۵۴ منډې وکړې. ورپسې رحمت شاه ۱۱۴ منډې وکړې، که څه هم ستانکزی ژر وسوځېد خو ناصر جمال او نجیب الله ځدراڼ له رحمت شاه سره ښه همکاري وکړه. ناصر جمال ۳۱ او نجیب ځدراڼ په ۵۱ توپونو ۸۱ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د زیمبابوې لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه (باولینګ) ټي ایل چاتارا وکړه.

ده په ۸ اورونو کې د ۶۳ منډو د ورکولو ترڅنګ ۴ افغان لوبغاړي وسوځول.

خو په افغان باولرانو کې راشد ارمان ۴ او مجیب الرحمان ۲ لوبغاړي وسوځول. ۴ نور لوبغاړي د دولت ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب او رحمت شاه له لوري وسوځول شول.

تر ټولو لږ منډې محمد نبي ورکړې.

رحمت شاه د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *