زیمبابوې افغانستان ته په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړه

تاند- زیمبابوې دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په هماغه توپیر وګټله چې لومړۍ ورڅخه افغانستان ګټلې وه.

زیمبابوې افغان لوبډلې ته په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړه.

ښايي زیمبابوې تر دې په زیات توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وای که وروستیو دوو افغان لوبغاړو دولت ځدراڼ او مجیب الرحمان بې ساری بیټنګ نه وای کړی.

زیمبابوې نن خورا ښه بیټنګ وکړ، د ۵ لوبغاړو په بدل کې یې ۳۳۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لوبډله د زیمبابوې د لوړ هدف په خاطر په بیټنګ کې له هماغه پیله تر فشار لاندې وه او له رحمت شاه او تر یوه حده له محمد نبي پرته او په پای کې له دولت ځدراڼ او مجیب الرحمان پرته نورو لوبغاړو فشار ته ځانونه تسلیم کړل.

غالباً دولت ځدراڼ او مجیب الرحمان د دې لپاره فشار له ځانه لېري کړ چې په بایلات یقیني ول.

دولت ځدراڼ، چې اصلاً باولر دی، په ۲۹ توپونو ۶ شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې او ټولټال یې ۴۷ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

مجیب په ۸ توپونو یوه شپږیزه او ۲ څلوریزې ووهلې او ټولټال یې ۱۵ منډې وکړې.

2خو په پرانیستګرو لوبغاړو کې رحمت شاه تر ډېرو ودرېد. ده په ۶۱ توپونو ۴۳ منډې وکړې. له ده سره یوازې محمد نبي ملګرتوب وکړ. محمد نبي په ۲۸ توپونو ۳۱ منډې وکړې. دغو ۳۱ منډو په یو ورځنیو مسابقو کې د محمد نبي د منډو شمېر ۲۰۰۰ ته ورساوه.

د کرکټ بورډ په وینا محمد نبي لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې دوه زره منډې کړي دي.

دواړه لوبډلې لا ۳ نورې سیالۍ هم په مخکې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *