د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لوبې له تصادفه ډکې وې

تبصره: محمدالله شېرزی  

د افغانستان کریکټ لوبډلې ته په 2017 کال کې د ایرلېنډ سره یوځای د کریکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړ. له غړیتوب ورکولو موده وروسته نړیوالې شورا تر 2021 کال پورې د ټولو لوبډلو د لوبو کولو مهال وېش خپور کړ.

د بشپړ غړیتوب اخیستنې وروسته د افغانستان کریکټ بورډ پدې ونه توانیده، چې ملي لوبډلې ته لوبې پیدا کړي، په خپل غبرګوني ایرلېنډ یې ور منډه کړه، خو ملي لوبډلې په خپل کورني لوبغالي (شارجه) سریز بایلوده او په نړیواله درجه بندۍ کې یې نهم مقام له لاسه ورکړ.

ورپسې یې د زمبابوې سره فبروري کې د دوه شل اوریزو او پنځو پنځوس اوریزو لوبو دوه اړخیز سریز واخیست، په لومړۍ لوبه کې یې پخپل تاریخ کې د زیات هدف ورکونې ریکارډ ثبت کړ، خو دویمه لوبه یې بیخي جالبه وه او زمبابوې یوه ورځ وروسته خپل غچ په نره واخېست.

دا لوبه له تصادف ډکه وه، د انګلیسي ژبې په اصطلاح (Mother of coincidence) د تصادف مور وه، چې ځینې حیرانونکي تصادفات به یې په لاندې ډول درته یاد کړو:

  • د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې 333 منډې وکړې.
  • د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې هم په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې 333 منډې وکړې.
  • افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.
  • د زمبابوې لوبډلې هم په دویمه لوبه کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.
  • د افغان لوبډلې ون ډاون توپ وهونکي رحمت شاه زرمتي په لومړۍ لوبه کې سلیزه ترسره کړه او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
  • د زمبابوې لوبډلې ون ډاون توپ وهونکي برېنډن ټایلر هم په دویمه لوبه کې سلیزه ترسره کړه او دلوبې غوره لوبغاړی شو.
  • په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې افغان (Leg break googly) توپ اچوونکي رشید خان څلور ویکټې واخیستې.
  • په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې هم زمبابوي (Leg break googly) توپ اچوونکي ګرېمي کرېمر څلور ویکټې واخیستې.
  • افغان کریکټ ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د زمبابوې ټوله لوبډله په 179 منډو راټوله کړه.
  • د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې هم په دویمه لوبه کې د افغانستان ټوله لوبډله په 179 منډو راټوله کړه.
  • افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د 154 منډو په توپیر سره بریا ترلاسه کړه.
  • د زمبابوې لوبډلې هم په دویمه لوبه کې د 154 منډو په توپیر سره بریا ترلاسه کړه.

دا د کریکټ په نړۍ کې هغه تصادفات وو، چې ترمنځ یې یوازې یوه ورځ وه، خو هماغه لوبغالی و، فرق مو پدې کې وو، چې دوی له موږ څخه یو څو اورونه ډېر لوبولي وو، خو ښې منډې یې توپ وهونکو کړې وې، خو زموږ لوبډلې اورونه ترې کم ولوبول او منډې ورته په وروستۍ ویکټه توپ اچونکو وکړې.

ددې ترڅنګ ځینې نورې حیرانونکي پیښې هم په کریکټ نړۍ کې رامنځته کیږي، چې په همدا تېره جنوري کې د پاکستان لوبډلې لخوا دوه کلن تصادف تکرار شو.

پاکستان په 2016 کال د جنوري په 22 نیټه د ویسټ پاک پر لوبغالي 101 منډې وکړې، نهه لوبغاړي یې په کېچ سره اوټ شول، ډېرې منډې پکې د یوه لوبغاړي 41 وې او لوبه یې بایلوده.

همداکار دوه کاله وروسته وشو، پاکستان په 2018 کال د جنوري په 22 نیټه د ویسټ پاک پر لوبغالي 105 منډې وکړې، نهه لوبغاړي یې په کېچ سره اوټ شول، ډېرې منډې پکې د یوه لوبغاړي 41 وې او لوبه یې بایلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *