د حمید حسن پر کور د لاسي بم برید شوی

تاند- د افغانستان د کرکټ د نامتو لوبغاړي حمید حسن پر کور تېره شپه د لاسي بم حمله وشوه.

د افغانستان کرکټ بورد د دې حملې د غندلو په ترڅ کې ویلي چې د دې برید په نتیجه کې حمید حسن او د کورنۍ غړي یې ژوبل شوي نه دي خو مالي زیان یې وراړولی دی.

حمید حسن د افغانستان لپاره په ۳۲ نړیوالو یو ورځنیو او ۲۲ شل اوره سیالیو کې برخه اخیستې ده.

حمید حسن تر ټولو وروستۍ مسابقه د ۲۰۱۶ په جولای کې د ایرلنډ په وړاندې په بلفاست کې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حمید حسن پر کور برید تروریستي انګېزه نه لري بلکې د جنایتکارو عواملو کار دی.

حمید حسن ته څه موده مخکې خبرداری ورکړای شوی و چې پیسې ورکړي او کنې حمله به پرې وشي.

د کرکټ بورډ په وینا حمید حسن دوې اوونۍ پخوا د ننګرهار امنیتي چارواکو ته خبر ورکړی و خو له دې سره سره د ده پر کور د جنایتکارانو له لوري د لاسي بم برید وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *