شهزاد او حمید حسن د زیمبابوې په وړاندې په ملي لوبډله کې نیول شوي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د زیمبابوې په وړاندې خپله لوبډله نن /یکشنبه/ اعلان کړه.

په دې لوبډله کې له اوږدې مودې وروسته محمد شهزاد او حمید حسن هم شامل دي.

پر شهزاد د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري یو کلن بندیز د جنورۍ په اوولسمه پای ته رسېږي.

او حمید حسن اوږده موده د زنګون د ستونزې له کبله له سیالیو محروم شوی و.

حمید حسن
حمید حسن

Shahzadټاکل شوې ده چې افغانستان له زیمبابوې سره په فبرورۍ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې یو ورځینۍ او ۲۰ اوره سیالۍ وکړي.

د زیمبابوې په وړاندې د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې د کیپتان اصغر ستانکزي ترڅنګ، عثمان غني، کریم صادق، نجیب الله ځدراڼ، شفیق الله شفق، سمیع الله شینواری، افتاب عالم، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، شرف الدین شرف، شاپور ځدراڼ، محمد شهزاد او محمد نبي شامل دي.

نورعلي ځدراڼ، کریم جنت، سید احمد شېرزاد او افسر ځاځی به د زخیره لوبغاړو په توګه له خپل ټیم سره ملګري وي.

په دې ټیم کې سمیع الله شینواری هم له یوه ځنډه وروسته نیول شوی خو د افغانستان د کرکټ یو بل تکړه لوبغاړی دولت ځدراڼ په شل اوره سیالۍ کې نه دی غوره شوی. دولت ځدراڼ به په یو ورځینۍ سیالۍ کې له خپلې لوبډلې سره ولوبېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *