کريم صادق ولې راباندې ګران دی؟؟؟؟

ولی محمد
يو وخت د کرکټ ډير مينوال وم، خو هفه وخت مو افغانستان د کرکټ کوم ټيم نه درلود،
تل به مو د نورو هيوادونو لوبی څارلی او خوند به مو تری اخيستل،
د ژوند لويه هيله مو دا وه چی افغانستان هم يو د کرکټ پياوړی ټيم ولري.
تل به مو خپل رب ته لاسونه لپه کړي وو، او دا دوعا به مو کوله چی،
اي د کايناتو مالکه، زمونږ په دی خوار هيواد افغانستان کې داسی څوک راپيدا کړی چی مونږه ته هم يو د کرکټ ټيم جوړ کړي، مونږ هم خلکو سره سيال شو،مونږ هم يو خپل د کرکټ ټيم ولرو او خپلی لوبی ولرو.
خپل هيواد خالاتو ته به چی زير شوم ډير به مايوسه شوم او ناممکنه می وګڼله چی داسی هيواد کې د کرکټ ټيم هيڅ ممکن نه دی.
خو زمونږ رب پر مونږ مهربانه شو او د کريم صادق په نوم يو ځوانی هستی نه یی برخمن يی کړو،
د کريم هلی ځلی تر ډيره حده له مشکلاتو سره مخ شوی، خو ماتی يی ونه منله،
هرچاته به يی چی د کرمټ ټيم نوم اخستل نو ورپوری خندل به يی،
او ويل به يی چی افغانستان او د کرکټ ټيم ……..
خــــــو کریم صــــادق بيا هم ناکامي ونه منله او خپلی هڅی يی جاري وساتلی، او له ډیرو ستونزو وروسته بل اخره هداف ته ورسيد.
يو ماته ګوډه لوبډله يی جوړه کړه، هغی لوبډلی ډيری ستونزی لرلی خو کريم لګه د غر ورته ولاړ وو.
نن د همغو هڅو پايله ده چی افغانستان نوم يی نړۍ کې روښانه کړ،
نن د همغو هڅو پايله ده چی افغانستان کرکټ ټیم نوم په نړۍ کې وځليدل.
هغه وخت کريم اتل وو، ولی چی ښی لاس ته راوړنی يی درلودی، ښه استعداد يی درلودل.
نن چی يو مشکل له امله لګ ښه ونه لوبيد پر ځای د دی چی تشويق يی کړو، د هغه ملامو ور ماته کړه، پر ځای د دی چی ډاډ ورکړو د هغه مررام مو کمزوری کړ.
کريم پرون هم اتل وو، نن هم اتل دی، او سبا به هم اتل وي.
تيره ورځ تاسو د کریم لوبی په غازي امان الله خان کرکټ ميدان کې ونه ليدی؟؟؟
که چرته تاسو د هغه لوبه ليدلی وی ورته به خيران پاتی وی.
کريم اوس ښه دی، کريم اوس بيا په فوم کې دی، باید چی يو موقع ورکړل شي چی افغانستان نوم روښانه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *