د پاکستان او نیوزیلنډ سیالۍ

خبریال: فضل الرحیم رحیمي – له پاکستاني بالرانو څخه د امتحان اخیستلو لپاره د نیوزلینډ مارټن ګپتيل یوځل بیا لوبډلې ته ستون شو.

د پاکستان او کوربه نیوزلینډ ترمنځ د جنورۍ په شپږمه نیټه د پینځه یو ورځنېو او د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیلیږي، چې نیوزلینډ ورته تیره ورځ خپله لوبډله اعلان کړه.

په لوبډله کې کپتان کین ولیمسن، ټوډ ایسټل، ډگ بریسویل، ټرینټ بولټ، لوکی فرگوسن، مارټن گپټل، میټ ہینری، ټم لیتھم، کولن منرو، ہینری نکولس، مچل سینټنر، ټم ساؤتھی اور روس ټیلرشامل دي.

مارټن ګپټل څه موده مخکې د ویسټ انډیز پروړاندې لوبو کې ټپي شوی و چې له امله یې له لوبډلې کینول شو.

 د نیوزلینډ لوبډلې روزنکی گیون لارسن د ګپټیل په اړه وایی چې دی اوس په مکمل ډول لوبو ته چمتو دی نو ځکه یې د پاکستان پر وړاندې یو ورځنېواو شل اوریزو لوبوکې د لوبیدو موقعه ورکړې ده.

ګپټیل د نوزلینډ لپاره تراوسه (۶۶) شل اوریزه لوبوکې( ۱۸۶۳) منډې جوړکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *