مجیب او نوین نولس کلنو نړیوال جام ستوري

بهار سمسور   

د کریکټ نړیوالې شورا پر خپل سایټ لیکنه خپره کړې او په هغې کې يې یو شمېر هغه لوبغاړي یاد کړي چې لس ورځې وروسته به د نولس کلنو په نړیوال جام کې راښکاره شي او خپلې وړتیاوې به وښيي.

د افغانستان لپآره د کپټان نوین الحق او ورپسې د مجیب ځدراڼ نوم یاد شوی او لیکلي يې دي، د افغانستان لپآره یوازې راشد نه دی چې باید خبرې پرې وشي، بلکې ورپسې د مجیب په څېر اف برېکر هم شته چې یوازې د نړیوالو نولس کلونو لپاره اسانه نه ده بلکې دا هغه هستي ده چې په ټاپ سټېج کې هم باید ترې لوبغاړي لار بدله کړي.

مجیب وروسته له هغې چې د ایرلېنډ خلاف لوبډلې ته راغی او په لومړۍ لوبه کې يې وېکټې ګوزار کړې هغه څه و چې د افغان کریکټ ملي لوبډلې راتلونکی يې روښآنه ثابت کړ.

مجیب ځدراڼ غوره لوبغاړی شو
مجیب ځدراڼ غوره لوبغاړی شو

لیکنه کې اشاره شوې چې نوین الحق او مجیب ځدراڼ هغه نومونه دي چې دوی افغان ملي لوبډله هم لوبولې او تر لاندې لوبغاړو زیاتې تجربې له دوی شته.

خو دلته به موږ هم ولیکو چې یوازې همدا دوه نومونه نه دي بلکې د قیس احمد، ابارهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل، او رحمان الله ګربز نومونه یاودل په کار دي داسې چې دوی خپل ټيم ډېر ښه چلولی شي، خو ورپسې د بهیر خان محبوب نوم چې په کورنیو لوبواحمدشاه ابدالي څلور ورځينیو لوبو کې زیاتې منډې جوړې کړې او دا وخت پّ نیوزلېنډ کې په تمرینو دوه لوبو کې ۱۰۰ او ۹۸ منډې جوړې کړې چې دا به هم دافغان نولس کلنې لوبډلې د مېډل ارډر لپاره ستره تکیه وي.

په لیکنه کې د پاکستان او بنګه دېش د لوبډلې هم د څو لوبغاړو نومونه یاد شوي چې دوی به هم د خپلو لوبډلو لپاره ښه لوبغاړي وي.

خو په ټوله کې به د نولس کلنو په دغه نړیوال جام کې چې روانه میاشت لس ورځې وروسته په نوزلېنډ کې پیلیږي یو شمېر لوبغاړي چې نومونه يې راغلي دا دي چې هغوی وړاندې تر دې چې د نولس کلنو په  جام کې ولوبیږی د خپلې ملي لوبډلې لپاره يې هم لوبې تر سره کړې دي.

Shabir Noori                       Afghanistan

Najibullah Zadran              Afghanistan

Rashid Khan                        Afghanistan

Malachi Jones                     Bermuda

Kyle Hodsoll                        Bermuda

Ruvindu Gunasekera         Canada

Hiral Patel                           Canada

Nikhil Dutta                        Canada

Jamie Atkinson                   Hong Kong

Irfan Ahmed                        Hon Kong

Thomas Odoyo                   Kenya

M Sheikh                             Kenya

Ranjan Das                          Bangladesh

Enamul Haque jr                Bangladesh

Mushfique Rahim              Bangladesh

Narendra Hirwani              India

Shakeel Khan                      Pakistan

Hasan Raza                          Pakistan

Abdul Razzaq                      Pakistan

Imran Nazir                         Pakistan

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *