افغان ۱۹ کلنو پاکستاني ۱۹ کلنو ته تاریخي ماتې ورکړه

خبریال: فضل الرحیم رحیمي: د افغانستان نولس کلنې ملې لوبډلې د نولس کلنو په اسایي جام سیالیو کې د پاکستان نولس کلنې لوبډلې ته تاریخي ماته ورکړه.

دغه لوبه د افغانستان په وخت سهار شپږ بجې د مالیزیا په مرکز کولالمپور کې پیل شوه.

د لوبې پچه د افغانستان نولس کلنې لوبډلمشر نوین الحق وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

د پاکستان نولس کلنې لوبډلې د لوبې پیل داسې وکړ چې د پیل دواړه لوبغاړي یی بغیر له کومې منډې جوړولو ډریسنګ روم ته رخصت شول.

د پاکستان نولس کلنې لوبډلې د بیټنګ کارډ د مایوسۍ داستان دوام وکړ تر دې چې ټوله لوبډله یې په شلو اورونو کې په (۵۷) منډو وسوزیده.

د پاکستان له لورې په توپ وهنه کې محمد تحه ترټولو ډیرې (۱۴) منډې وکړای شوې.

د افغان لوبډلې له خوا په توپ اچونه کې مجیب ځدران پر پاکستاني لوبغاړو د ویکټو بارن وکړ ده. شپږ لوبغاړي وسوزول.

د مجیب ترڅنګ نوین دوه او یوسف ځاځي هم د مقابل ټیم دوه لوبغاړي وسوزول.

افغان نولس کلنې لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې یاد هدف په لسم اور کې د (۳) لوبغاړو په تاوان پوره کړ او لوبه یې پخپله ګټه تمامه کړه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی مجیب ځدران ونومول شو.

افغان نولس کلنې لوبډلې تر دې وړاندې د بنګله دیش (۱۹) لوبډله هم په (۷۷) منډو سوزولې وه.

د یادونې ده چې نولس کلنه ملي لوبډله به سبا د سريلنکا له نولس کلنې کرکټ لوبډلې سره خپل بخت وازمايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *