ایا تراوسه مو لیدلي یا اورېدلي چې یو لوبغاړی دې مخالفه لوبډله په یوازې سر اوټ کړي؟

راپور: خپلواک دریځ |

د هندوستان په کورنیو ۱۶کلنو لوبو شل اوریز ټورنمنټ کې یوځوان بغیرله کومې منډې ورکولوټوله لوبډله سوځولې ده.
دغه سیالۍ د هندوستان په جي پورښار کې شوې، چې پنځلس کلن کیڼ لاسي اکاش چوهدري دپرل اکاډمۍ ټوله لوبډله بغیرله دې چې کومه منډه ورکړي سوځولې ده..

په دغه لوبه کې پرل اکاډمۍ لوبډلې په اووه اورونوکې یواځې ۳۶ منډې جوړکړي دي.

اکاش چوهدري په خپلي توپ اچوونې کې اووه لوبغاړي په صفرډریسنګ روم ته روخصت کړي او دوی ته یې ددې چانس هم نه دی ورکړی، ترڅو د خپلو منډواکاونټ خلاص کړي.

اکاش په لومړي دوهم او دریم اورکې دوه دوه اوخپل څلورم اورکې څلورلوبغاړي سوځولي دي، چې دې سره نوموړي ټوله لوبډله ځانته سوځولې او کومه منډه یې هم نده ورکړې.

په ټوله کې اکاش چوهدري څلوراوونه ترسره کړي او لس لوبغاړي یی پداسي مهال کې سوځولي چې هیڅ کومه منډه یې هم نده ورکړي.

اکاش وایي ظهیرخان مې د خوښې لوبغاړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *