یوسف ځاځی بیا هم غوره لوبغاړی شو

تاند- په سینګاپور کې د نولس کلنو د غوراوي جام په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې نن /سې شنبه/ دوهمه سیالي هم په اسانه وګټله.

په دې سیالي کې، چې افغانستان له کوربه هیواد سینګاپور سره مخامخ و، سینګاپوري لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته بیټنګ وکړ او په ۲۶ اوورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. دوی ټولټال ۹۲ منډې جوړې کړای شوې.

خو افغان لوبغاړو دا هدف په اوولسم اوور کې د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې پوره کړ او سیالي یې په ۷ ویکټونو وګټله.

د افغانستان لپاره نوید عبید ۳۰، عمران محمدي ۲۷ او طارق ستانکزي ۲۵ منډې وکړې. طارق تر پایه ونه سوځېد.

خو په باولینګ کې یوسف ځاځي ۵، نوين الحق ۳ او ظاهر پکتين دوه لوبغاړی وسوځول.

یوسف ځاځي په پرونۍ مسابقه کې، چې له مالیزیا سره یې لرله، ۴ لوبغاړي سوځولي ول او د نن په شان د مسابقې غوره لوبغاړی پېژندل شوی و.

پرون نیپال د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په اوولسم اوور او درېم توپ سینګاپور ته ماتې ورکړې وه.

تراوسه پورې افغانستان او نیپال ماته نه لري او هر یوه دواړه سیالۍ ګټلي دي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او نیپال د نولس کلنو لوبډلې د پنجشنبې په ورځ (جولای ۲۰) سره مخامخ شي.

دا سیالۍ د جولای تر ۲۵ پورې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *