د ۱۹ کلنو د غوراوي جام: نیپال سینګاپور مات کړ

خبریال: فضل رحیم رحیمي؛ د نیپال ۱۹ کلنې لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن د سینګاپور ۱۹ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د نیپال نولس کلنې لوبډلې وګټله او د او د توب اچونی پریکړه یې وکړه.

سینګاپور لوبډلې په (۲۹) اورونو کې د ټولو لوبغاړو په تاوان  ۷۴ منډې هدف وټاکه. په ځوابي توپ وهنه کې نیپال لوبډلي ټاکل شوی هدف په ۱۷.۳ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او سینګاپور لوبډلې ته یې په څلورو لوبغاړو او ۱۹۵ بالونو ماتې ورکړه.

د اسیایي هیوادونو ترمنځ د نړیوال جام غوراوي سیالۍ د سینګاپور، نیپال، مالیزیا او افغانستان نولس کلنو لوبډلو ترمنځ په سنګاپور کې نن پیل شوې،

افغانستان او نیپال خپلې لومړۍ لوبې وګټلې. نیپال سبا له مالیزیا سره او افغانستان له سینګاپور سره لوبه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *