کرکټ: بلخ لوګر ته ماتې ورکړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي-  د ګریډ ون سیالیو په لړ کې، چې په خوست او ننګرهار کې روانې دي، بلخ لوبدلې لوګر ته ماتې ورکړه.

لوبه د ننګرهار ولایت په سپینغر کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې لوګر کرکټ لوبډلې په لومړی وار کولوسره مقابلي لوبدلې ته په ۳۰.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په تاوان د سمیع الله احساس د۵۱ منډو په مرسته ۱۳۷ منډې هدف وټاکه.

د بلخ له لوري په توب اچونه کې عبدالله مزاري دوه، او احسان الله مندوزي درې لوبغاړي وسوځول.

بلخ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۴.۳ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ چې په دې توګه بلخ کرکټ لوبډلې په څلورو لوبغاړو لوګر کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادوني ده چې دا ولایتي سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ په دوو ګروپونو په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *