کرکټ: کونړ ،کندهار ته ماتې ورکړه

په خوست کې د الکوزی ۱۶۶ کلنو ولایتي یوورځینۍ لوبو په لړ کې نن کونړ لوبډلې کندهار لوبډلې ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه کندهار لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د میدان لوندوالي له امله نني لوبې ته ۲۰ اورنه ټاکل شوي وو، کونړ لوبډلې په پوره ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره کندهار لوبډلې ته ۱۵۲ منډې هدف ورکړ.

کندهار لوبډلې د پوره ۲۰۰ اورونو لوبولو سره ټاکلي هدف ته ونه رسیدل او لوبه یې کنړ لوبډلې ته وبایلله.
د کنړ لوبډلې له لورې حسن صافی چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۴۴۴ منډې جوړې کړې وې او د کندهار لوبډلې یې ۲ لوبغاړي سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *