پکتیکا زابل ته او لوګر هلمند ته ماتې ورکړه

په خوست او ننګرهار کې د الکوزی ۱۶۶ کلنو ولایتي یوورځینۍ لوبو په لړ کې نن پکتیکا د زابل پروړاندې او لوګر د هلمند پروړاندې لوبې ترسره کړې.

په خوست کرکټ لوبغالي کې پکتیکا لوبډلې زابل لوبډلې ته په ۸۸ ویکټو ماتې ورکړه، د لوبې پچه پکتیکا لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، زابل لوبډلې په ۳۷ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره پکتیکا لوبډلې ته ۱۳۰ منډې هدف ورکړ.

پکتیکا لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلي هدف ته په ۳۰،۳ اور کې ورسیدل او لوبه یې د خپلې لوبډلې په ګټه تمامه کړه.


د پکتیکا لوبډلې له لورې برکت الله چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۵۸۸ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


بل خوا په ننګرهار غازي امان الله خان کرکټ نړیوال لوبغالي کې لوګر هلمند لوبډلې ته په ۷۸۸ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه هلمند لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، لوګر په ۴۴،۴۴ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره هلمند لوبډلې ته ۲۱۸ منډې هدف ورکړ.


هلمند لوبډلې په ۳۳،۱ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۹۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې لوګر لوبډلې ته وبایلله.


د لوګر لوبډلې له لورې عبدالله چې د هلمند لوبډلې یې ۴۴ لوبغاړي سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
یاده د وي چې لوګر خپله لومړۍ لوبه کې ننګرهار لوبډلې ته هم ماتې وکړي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *