د افغانستان ټیم اماراتو ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

 د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو په سریز کې په  لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۱۱ منډو په توپیر بریا خپله کړه

د لوبې پچه لوبډلمشر اضغر ستانکزي وګټله او خپله یی د توپوهنې پریکړه وکړه. افغان ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبدلې ته یی د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ.

په توپوهنه کې د افغان لوري شهزاد محمدي ۳۸، محمد نبي ۲۶، کریم جنت ۲۵ او نجیب الله ځدران په  لسو توپونو چټکې ۳۱ نا سوځیدلې منډې جوړې کړې.

متحده عربي اماراتو لوبډلې هڅه وکړه چی ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي خو په ټولو شل اورونو کې یی د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۰ مندې جوړې کړې او د ۱۱ منډو په توپیر یی ماتې ومنله.

په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي کریم جنت ۳، فرید احمد او راشد ارمان دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه له دې امله کریم جنت ته ورکړل شوه چی ۲۵ منډې یی جوړې کړې او په توپ اچونه کې یی درې تکړه لوبغاړي یی وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش په پیل کې ټولو هیوادوالو ته ددې سترې مبارکي وایی او زیاتوي چی ملي لوبډله دې ته چمتو ده چی په راتلونکو دوه نورو لوبو کې هم هیوادوالو ته خوښي ورکړي.

ښاغلي نسیم الله دانش له غوراوې کمیټې مننه وکړه چی دغو سیالیو ته یی ښه لوبډله ټآکلې، چی نن یی افغانستان ته یو ځل بیا ویاړ ورپه برخه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي هم د لوبې د بریا مبارکي ګرانو هیوادوالو ته وایی او زیاتوي چی موږ په خپلو ملي اتلانو باور لرو چی د تل په څیر به په هر ډګر کې د هیواد نوم لوړ وساتي.

ښاغلي شفیق الله ستانکزي وویل چی لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې یادو سیالیو لپآره د څو ورځو راپدیخوا تمرینات ترسره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *