د افغانستان پرمختیايي لوبډلې د زیمبابوې الف لوبډله په ۵۵ منډو ماته کړه

تاند- د افغانستان پرمختیايي لوبډلې نن په هرارې کې د زیمبابوې له الف لوبډلې څخه دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په ۵۵ منډو وګټله.

افغان لوبډلې ریمبابوې ته ۲۰۹ منډې هدف ټاکلی و خو د باران د اورېدو له کبله اوورونه ۳۱ ته راټیټ شول او زیمبابوې ته ۱۸۲ منډې هدف په پام کې ونیول شو.

د افغان پرمختیايي لوبډلې بیټنګ
د افغان پرمختیايي لوبډلې بیټنګ

له بارانه وروسته د لوبې شېبه په شېبه حال:

د افغانستان د پرمختیايي او د زیمبابوې د الف ټیمونو ترمنځ مسابقه، چې د باران د اورېدو له کبله ځنډېدلې وه، بېرته پیل شوه.

له شروع کېدو سره سم عبدالله عادل د زیمبابوې څلورم لوبغاړی وسوځاوه.

د اورښت له کبله د افغانستان هدف، چې ۲۰۹ و، ۱۸۹ ته راټیټ کړای شوی دی.

اوس د زیمبابوې د منډو شمېر ۱۱ دی. شپږم اوور روان دی، ۴ لوبغاړی یې سوځېدلي دي. ټول اوورونه ۳۱ ټاکل شوي دي.

زیمبابوې ۱۳ اوورونه او ۴ لوبغاړي لري. ۱۳۷ منډو ته اړتیا لري یعني په هر اوور کې ۱۰ اعشاریه ۱۴ منډو ته. اوس یې د منډو اوسط په هر اوور کې ۲ اعشاریه ۲ اعشاریه ۵۴ دی.

بُرل د شفیق الله په ۳ توپونو ۳ شپږیزې ووهلې.

د زیمبابوې د منډو شمېر ۷۲ ته ورسېد. لا هم په هر اوور کې ۹ اعشاریه ۱۹ منډو ته اړتیا لري.

بُرل په یو اوور کې ۱۹ منډې وکړې.

د زیمبابوې د منډو شمېر ۷۸ ته ورسېد. ۱۰۴ منډو ته اړتیا لري.

بُرل تراوسه پوري ۶ شپږیزې او یوه څلوریزه وهلې ده. تر دې دمه د زیمبابوې په لوبغاړو کې یوه هم دومره ښه لوبه نه ده کړې.

اوس د زیمبابوې د منډو اوسط په هر اوور کې ۴ اعشاریه ۳۰ دی. په هر اوور کې ۸ اعشاریه ۷۲ منډو ته اړتیا لري.

د منډو شمېر۸۶، ۱۱ اوور روان دی، ۳ لوبغاړي یې پاتې دي.

د زیمبابوې د منډو شمېر ۹۱، ۶۰ توپونه لري او ۹۱ منډو ته اړتیا لري. البته په ۳ لوبغاړو.

په وروستیو ۵ اوورونو کې د یمبابوې د منډو اوسط تر ۱۰ زیات و.

د زیمبابوې د منډو شمېر ۹۲ دی، ۵۴ توپونه لري او ۸۹ منډو ته اړتیا لري. البته په ۳ لوبغاړو.

د افغان پرمختیايي لوبډلې باولینګ
د افغان پرمختیايي لوبډلې باولینګ

د زیمبابوې ریان بُرل او ویلنګټن ماساکدزه په ګډه تراوسه ۶۲ منډې کړي.

بالاخره بُرل وسوځېد.

۸ لوبغاړي سوځېدلي، په ۲ لوبغاړو او ۵۲ توپونو ۸۹ منډو ته اړتیا لري.

برل د فضل نیازي له لوري وسوځول شو. ده د زیمبابوې لپاره تر ټولو ښه لوبه وکړه.

د زیمبابوې د منډو شمېر ۱۰۰ دی،  په ۴۷۰ توپونو ۸۲ منډو ته اړتیا لري. ۲ ویکټونه لري.

فضل نیازي ۳ لوبغاړي سوځولي، په ۵ اوورونو کې یې یوازې ۱۳ منډې ورکړي.

شفیق الله په ۴ اوورونو کې ۲ لوبغاړي سوځولي خو ۲۴ منډې یې ورکړي.

د زیمبابوې پر لوبغاړو فشار شېبه په شېبه زیاتېږي.

۱۰۴ منډې یې کړي او ۴۳ توپونه لري.

هدف ۱۸۲ دی.

په وروستي اوور کې ماساکدزه ۸ منډې وکړې.

اوس د زیمبابوې د منډو شمېر ۱۰۸ دی. ۴۲ توپونه لري او ۷۴ منډو ته اړتیا لري.

له ۴ اوورونو وروسته یې شپږیزه ووهله. د منډو شمېر ۱۱۷ شو اوس په ۳۷ توپونو ۶۵ منډو ته اړتیا لري.

ماساکدزه وسوځېد

ماساکدزه د ضمیر خان له لوري وسوځول شو.

 ماساکدزه په ۲۴ توپونو ۲۲ منډې وکړې.

زیمبابوې په یوه ویکټ او ۲۸ توپونو ۶۴ منډو ته اړتیا لري.

یوې شپږیرې د زیمبابوې د منډو شمېر ۱۲۴ ته ورساوه خو لا هم په ۲۶ توپونو ۵۸ منډو ته اړتیا لري.

بې شپږیزو په یو او ۲ منډو د زیمبابوې چاره نه کېږي خو له شپږیزو سره د سوځېدو خطر تړلی دی.

د زیمبابوې د منډو شمېر ۱۲۵ دی. خو لا هم په ۲۳ توپونو ۵۷ منډو ته اړتیا لري.

زیمبابوې هدف ته د رسېدو لپاره په هر اوور کې نژدې ۱۷ منډو ته اړتیا لري.

ټول زیمبابوې وال لوبغاړي وسوځېدل، بری مو مبارک شه

وروستی ویکټ ضمیر خان واخیست.

ضمیر خان په دې لوبه کې ۲ لوبغاړي وسوځول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *