په ننګرهار کې د تکواندو۱۵۰ لوبغاړو ته کمربندونه

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د زړور تکواندو کلپ يو سلو پنځوس تنو ورزشکارانو ته له ازموينې وروسته نوي کمر بندونه ديو لړ مراسمو په ترڅ کې وتړل شول.

دغه مراسم ، چې دزړور په کلپ کې ترسره شول ورزشکارانو د تشويق په موخه ددې لوبې ګڼ شمېر استادانو او دورزش مينوالو ګډون کړی و.

ددې مراسمو په پيل کې دانجمن زړور مسول استاد عيد محمد زړور په خپلو خبرو کې وويل ددې پروګرام موخه يو سلو پنځوس تنو ورزشکارانو ته دنوي کمربندونو تړل او څلور تنه هغه لوبغاړي ، چې دتکواندو دملي لوبډلې په ټاکنيزو سياليو کې يې مډالو نه ترلاسه کړي وه ستايل دي.

نوموړي دبدني روزنې امريت له مسولينو غوښتنه وکړه ، چې دتکواندو په فدراستون کې دشته ستونزو لپاره دحل لارې چارې ولټوي او د دولتي او ملي سوداګرو يې غوښتنه وکړه ، چې دورزشکارانو دستونزو حل په موخه دې له دوی سره مالي مرستې وکړي.

دجوړشويو مراسمو په پای کې لوبغاړو ته تقدير نامې ورکړل شوې.

بل لورته دکانال رياست له لوري دختيځ زون د درې ولايتونو څخه دشل لوبډولو ترمنځ دواليبال ترمنځ پيل شوې سيالۍ دخراسان خصوصي پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې.

دغه راز دکانال رياست لوبډلې دسيالۍ دويم مقام خپل کړ.

ددې سياليو دپای لوبې وروسته دننګرهار بدني روزنې امر شاهدالله ساپي او دالمپيک په چارو کې دکوچيانو استازي نورالرحمن ترخېل له لوري لوبډلو ته کپونه ، ميډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *