د افغانستان د فوټبال ټیم کیپتان له ایراني کلب سره یوځای شو

تاند- د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کیپتان د تهران له پیکان لوبډلې سره د یوځای کېدو قرارداد لاسلیک کړ.

له دې قرارداد سره سم، چې د یکشنبې په ورځ /جنوري ۲۹/ لاسلیک شو، ښاغلی فیصل ښایسته به له پیکان کلب سره یو نیم کال ولوبېږي.

دواړو خواوو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي چې ښایسته ته به څومره معاش ورکول کېږي.

د ایران کلبونه عموماً لوبغاړو ته چندان معاش نه ورکوي خو د ایران په لیګ کې لوبه کېدای شي د ښاغلي ښایسته لپاره ښه تجربه وي.

د تهران پیکان ټیم د دغه هیواد د غوره لیګ په لوبډلو کې ۴ ځای لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *