په اسیايي سیالیو کې سعودي ځوانانو ایراني سیالان مات کړل

تاند- د اسیا د ځوانانو د فوټبال په سیالیو کې د سعودي عربستان لوبډلې ایران ته ماتې ورکړه.

دا سیالي له دې نظره د پام وړ وه چې دا دوه سرسخت سُني او شیعه هیوادونه له ډېرو کلونو په سیاسي ډګر کې سخته سیالي لري او په وروستیو دوو کلونو کې یې په نورو هیوادونو کې د یو بل پر ضد نیابتي جګړه جاري ساتلې ده.

له همدې کبله د سعودي او ایران ترمنځ هر راز سیالي په دواړو هیوادونو کې په خاص حساسیت تعقیبېږي.

د اسیا د ځوانانو په نیمه پایلوبه کې، چې د بحرین د منامې په خلیفه سپورټ سیټي لوبغالي کې نن /پنجشنبه/ وشوه، سعودي عربستان ایران ته په شپږ ګولونو ماتې ورکړه.

ایراني لوبغاړو هم ښه لوبه وکړه. دوی ۵ ګولونه ووهلی شوای.

لومړی او دوهم ګولونه سعودي لوبغاړو ووهل.

دې ماتې ایران پایلوبې ته له وتلو پاتې کړ خو سعودي لوبغاړي د اسیا د ځوانانو پایلوبې ته بریالي شول.

د لوبې حکم د چین و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *