د ایران د نجونو کبډي ټیم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
تاند- د افغانستان د نجونو د کبډۍ ټیم نن /پنجشنبه/ د ایران له ټیم سره مخامخ شو.
د اسیا د ځوانانو د کبډۍ د اتلولیو په دې سیالي کې، چې د ایران په ارومیې ښار کې وشوه، ایرانیو لوبغاړو په لومړي پړاو کې څلور پر ۲۲، په دوهم کې ۵۴ پر ۱۲ وګتله.
د ایران د نجونو د کبډۍ لوبډلې لومړۍ مسابقه هم ګتلې او نیمه پایلوبې ته نژدې شوه.