افغان پرمختیايي لوبډلې زیمبابوې الف ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه

دا سیالي افغانستان په شل منډو وګټله. دواړه ټیمونه به دوې نورې یو ورځینۍ مسابقې وکړي. د دې لپاره چې افغانستان په ۵ سیالیو کې ۳ ګټلي که دوې نورې لوبې وګټي یا ونه ګټي دا لړۍ یې ګټلې ده.

تاند- د افغانستان پرمختیايي لوبډلې نن /سې شنبه/ د زیمبابوې الف لوبډلې ته ۲۸۰ منډې هدف وټاکه.

د دې سیالۍ، پچه زیمبابوې وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی بیټنګ د افغانستان پرمختیايي لوبډله وکړي.

د افغانستان په ۲۷۹ منډو کې تر ټولو لویه ونډه د یونس احمدزي وه چې په ۱۱۹ توپونو یې ۱۰۴ منډې وکړې.

کیپتان شفیق الله شفق هم نن کمساری بیټنګ وکړ. ده یوازې په ۲۳ توپونو ۸ شپږیزې او ۳ څلوریزې ووهلې او په داسي حال کې چې تر پایه ونه سوځېد ۷۰ منډې یې پوره کړې.

کبیر عمر په ۶۵ توپونو ۵۴ او وحیدالله شفق په ۱۰۸ توپونو ۴۲ منډې وکړې.

اوس به د زیمبابوې الف لوبډله د افغانستان د ۲۸۰ منډو هدف د پوره کولو لپاره، چې د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې یې ټاکلی دی، بیټنګ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *