فیلیپ سیمونز د افغان کرکټ ټیم مشورتي روزونکی شو

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، فیلیپ سیمونز د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د مشورتي روزونکي په توګه دنده واخیسته.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی فیلیپ سیمونز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشورتي روزونکي په توګه وټاکل شو. نوموړی به د مشر روزونکي سره په ګډه د ملي لوبغاړو روزنه کوي.

فیلیپ سیمونز چې په ښي لاس یې توپوهنه کوله او میډیم پیس بالر وو، د روزنې په برخه کې هم د غوره تجربو درلودونکی دی او د زمبابوې ملي لوبډلې د مشر روزونکي سربیره یې د ایرلنډ او ویسټ انډیز ملي لوبډلو د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د نوموړي د خدمت په موده کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې نړیوال جام وګاټه.

سربیره پردې، فیلیپ سیمون ۲۶ ټیسټ سیالۍ او ۱۴۳ نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ او ۲۰۷ د لومړۍ کچې (First Class) سیالۍ ترسره کړې دي.

د توپ اچونې په برخه کې هم نوموړی د خپلې لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی وو او د لوبډلې په جوړښت کې یې اغیزناک رول لوباوه.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د فیلیپ سیمونز په دنده ګومارل د افغان ملي لوبډلې د استعدادونو په وده کې یو اغیزناک ګام بولي چې په راتګ سره به یې په هره کچه د ملي لوبډلې وړتیاوې پراختیا ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *