افغانستان له زیمبابوې ۴ مه مسابقه هم وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ پرمختیايي (الف) لوبډلې له زیمبابوې څخه څلورمه یو ورځینۍ مسابقه هم وګټله.

د زیمبابوې الف لوبډلې خپل افغان سیال ټیم ته ۲۱۳ منډې هدف ټاکلی و. دوی ۲۱۲ منډې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې وکړې.

خو د افغان لوبغاړو د بیټینګ په مهال باران پیل شو او د باران له کبله اوورونه ۴۰ ته راکم شول او هدف ۱۶۲ منډې وټاکل شو. خو سره له دې چې د اوورونو کمښت پر افغان ټیم چې، ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي ول، فشار زیات کړ مګر په داسي حال کې یې هدف پوره کړ چې یوازې یو بل لوبغاړی یې وسوځېد او ۲۱ توپونه یې لا لرل.

نوروز خان د زیمبابوې ۵ او محمد ابراهیم ۲ وسوځول.

په بیټنګ کې ړحید الله شفیق په ۸۳ توپونو ۵۱ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد. نور الحق، چې له وحید الله شفق سره یې ښه ملګرتوب وکړ، په ۶۳ توپونو ۴۷ منډې وکړې.

یونس احمدزي په ۵۰ توپونو ۳۰ منډې وکړې.

افغانستان تر دې وړاندې ۳ نورې مسابقې هم د زیمبابوې له الف لوبډلې ګټلې وې. اوس یوازې یوه سیالي پاتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *