د انګلیستان زمریانو د افغانستان له الف ټیمه څلور ورځینۍ مسابقه وګټله

د انګلیستان لاینز یا زمریانو نن د افغانستان الف ټیم ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره لوبه راشید خان وکړه.

افغان لوبغاړي بیټنګ کوي.

د منډو شمېر: 168

سوځېدلي:9

د انګلیستان منډې: 173

راشید خان وسوځېد.

اصغر وسوځېد.

افغانستان اوس په 2 لوبغاړو 50 منډو ته اړتیا لري.

افغانستان اوس په 2 لوبغاړو 58 منډو ته اړتیا لري.

افغانستان اوس په 2 لوبغاړو 67 منډو ته اړتیا لري.

افغانستان اوس په ۳ لوبغاړو ۸۸ منډو ته اړتیا لري.

اصغر ستانکزی او راشید خان بیټنګ کوي. دواړو تراوسه ۷۰ منډې کړي.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د انګلیستان له لاینز سره په خپله دوهمه پاڼۍ کې نن په څلورمه ورځ لوبه په داسي حال کې پیل کړه چې پرون یې ۳ لوبغاړي په ۱۸ منډو سوځېدلي ول.

د افغانستان او انګلیستان د الف ټیمونو د سیالۍ درېمه ورځ پای ته ورسېده

د لوبې درېمه ورځ پای ته ورسېده. سبا به افغان ټیم په ۷ لوبغاړو بیټنګ ته دوام ورکوي.

د افغانستان دوهمه پاڼۍ

د منډو شمېر: 18

سوځېدلي: 3

د افسر ځاځي پر ځای ناصر جمال راووت.

افسر ځاځی وسوځېد.

احسان الله او افسر ځاځی بیټنګ کوي.

افغانستان بیټنګ پیل کړ خو اوپینران یې په لومړیو دوو توپونو وسوځېدل.

جاوید احمدي په صفر وسوځېد،احسان الله لا دوام راوړی خو رحمت شاه په دوهم توپ په صفر کې وسوځېد.

د انګلیستان زمریانو په دوهمه پاڼۍ کې ۲۱۶ منډې وکړې

انګلیستان زمریان بیټنګ پای ته ورسېد

د منډو شمېر: 216

سوځېدلي: 10

پاڼۍ: دوهمه

دې ته په پام چې انګلیسي لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۹ منډې کړې وې، ۲۱۶ لوی هدف نه دی چې افغان لوبغاړي یې پوره نه کړي.

راشید خان ۸ انګلیسي لوبغاړي وسوځول. ده په ۳۵ اوورونو کې ۷۴ منډې وکړې.

دوه نور انګلیسي لوبغاړي د یامین احمدزي او کریم جنت له لوري وسوځول شول.

ګومان کېږي چې انګلیسي لوبغاړي به نن د منډو شمېر ۲۵۰ ته ونه رسوي. که داسي وشول اټکل کېدای شي چې افغان لوبغاړي هدف پوره کړای شي.

راشید خان تر اوسه پوري ۲۸ اوورونه باولینګ کړی، ۷ لوبغاړي یې سوځولي او ۵۹ منډې یې ورکړي دي.

محمد نبي نن که څه هم کوم لوبغاړی نه دی سوځولی خو په ۱۸ اوورونو کې یې یوازې ۲۴ منډې ورکړي دي.

اووم لوبغاړی هم راشد خان وسوځاوه.

راشد خان ۵ لوبغاړي سوځولي دي.


تاند- د افغانستان او انګلیستان د کرکټ د الف ټیمونو ترمنځ د څلور ورځینۍ مسابقې په درېمه ورځ انګلیستان په داسي حال کې بیټنګ پیل کړ چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې تر افغانستان ۶ زیاتې منډې لرلې.

د انګلیستان الف یا انکلنډ لاینز په لومړۍ پاڼۍ کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۷۹ منډې وکړې. افغان الف ټیم د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۷۳ منډې وکړې.

نن /جمعه/ تر دې دمه انګلیسي لوبغاړو ۱۲۱ منډې کړي خو ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

راشد خان ۳ لوبغاړي سوځولي. ده په لومړۍ پاڼۍ کې ۴ انګلیسي لوبغاړي سوځولي ول.

څلورم انګلیسي لوبغاړی یامین احمدزي سوځولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *