افغان الف لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۳ منډې جوړې کړې

د افغانستان الف لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۲ منډې جوړې کړې، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او لا هم ۱ لوبغاړي لري.

د انګلیستان الف زمریانو په لومړۍ پاڼۍ یا ایننګز کې ۲۷۹ منډې جوړې کړې وې او همدومره لوبغاړي یې سوځېدلي ول.

افغانستان به سبا په ۲ لوبغاړي مسابقې ته دوام ورکوي. تمه ده چې انګلیسي لوبغاړي د لومړۍ پاڼۍ په شان زیاتې منډې جوړې نه کړي.

د افغانستان او انګلیستان د الف لوبډلو د څلور ورځینۍ سیالي دوهمه ورځ

د افغانستان منډې:  (شېبه په شېبه بدلېږي) 273

سوځېدلي: 8

افغان بیټنګ کوونکي: راشد خان او یامین احمدزی

د انګلیستان د الف ټیم منډې: 279

————————————————–

افغان لوبغاړو تقریباً همومره منډې وکړې چې د انګلیستان زمریانو کړې وې. ۹ ویکټې یې سوځېدلي او ۲۷۳ منډې یې کړي دي.

محمد نبي وسوځېد خو ښه لوبه یې وکړه.

د محمد نبي او راشید خان په ملګرتوب کې افغان ټیم ۳۵ منډې کړي.

راشید خان په وروستي اوور کې ۲ څلوریزې ووهلې.

د راشید خان څلوریزې د انګلیسي لوبغاړو منډو ته افغان ټیم نور هم ورنژدې کړ.

له انګلیسي لوبغاړو سره د منډو د برابرولو لپاره افغان لوبغاړي باید ۲۲ منډې نورې وکړي.

محمد نبي ۵۱ او راشد خان ۱۰ منډې کړي.

راشید خان څلوریزه ووهله او د منډو شمېر یې ۶ شو.

د منډو د برابرېدو لپاره لا هم ۳۲ رنزونو ته اړتیا ده.

محمد نبي نیمه سلیزه پوره کړه.

محمد نبي دوې پر له پسې څلوریزې ووهلې او د منډو شمېر یې ۴۸ شو.

د محمد نبي د منډو شمېر ۴۴ ته ورسېد.

له انګلیسي لوبغاړو سره د منډو د مساوي کېدو لپاره افغان لوبغاړي باید ۴۷ نورې منډې وکړي.

راشد خان راووت.

افسر ځاځی وسوځېد. ده ۱۸ منډې وکړې. او ایل دپیلو بي شو.

محمد نبي ۳۰ او افسر ځاځي ۱۸ منډې کړي. افسر ځاځي ۳ څلوریزې او محمد نبي ۲ شپږیزې او یوه څلوریزه وهلې.

له انګلیستان سره د منډو د برابرولو لپاره افغان لوبغاړي ۵۳ نورو منډو ته اړتیا لري.

نبي په دوو شپږیزو او یوې څلوریزې ۲۲ منډې کړي.

نبي بله شپږیزه ووهله

په انګلیسي لوبغاړو کې دوو تنو ټي ویستلي او بي ټي فاکس خورا ښه بیټنګ کړی. لومړني ۸۴ او دوهم ۷۰ منډې کړي خو تراوسه په روانه سیالۍ کې هیڅ افغان لوبغاړي د دوی هومره منډې نه دي کړي او ګومان نه کېږي چې پاتې درې لوبغاړی دې هم دومره منډې وکړي.

نبي شپږیزه ووهله.

اوس د منډو د مساوي کېدو لپاره افغانستان باید ۹۵ منډې وکړي.

افغانستان اوس په ۳ لوبغاړو له انګلیسي زمریانو سره د برابرېدو لپاره ۱۰۲ منډو ته اړتیا لري.

کریم جنت په صفر کې وسوځېد.

اصغر ستانکزی او حشمت شهیدي له وقفې وروسته یو په بل پسې وسوځېدل. خو دواړو ښه لوبه وکړه.

ستانکزي ۵۱ او شهیدي ۴۰ منډې وکړې.

———————————————

تاند- د انګلیستان الف یا انګلنډ لاینز ټیم د افغانستان د الف ټیم په وړاندې د څلور ورځینۍ مسابقې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۹ منډې وکړې.

نن (پنجشنبه) د افغانستان الف لوبډلې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري 144 منډې کړي، حلور لوبغاړی یې سوځېدلي دي.

جاوید احمدي ۹ منډې وکړې، احسان الله ۲۵ منډې، رحمت شاه ۳۳ او ناصر جمال ۹ منډې وکړې.

اوس اصغر ستانکزی او حشمت الله شهیدي بیټنګ کوي، دواړو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري 60 منډې کړي دي.

د افغانستان او انګلیستان د الف ټیمونو دا څلور ورځینۍ سیالي د متحده عربي اماراتو د ابوطهبي په زاید لوبغالي کې روانه ده.

پرون راشد خان د انګلیستان د زمریانو ۴ لوبغاړي وسوځول. یامین احمدزي ۳ او محمد نبي ۲ وسوځول.

د انګلیستان لومړۍ پاڼۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *