بنګله دېش افغانستان ته ۲۰۹ منډې هدف وټاکه

تاند- بنګله دېش په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې افغانستان ته ۲۰۹ منډې هدف وټاکه.

د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله خو غوره یې وګڼله چې لومړی بنګله دېش بیټنګ وکړي.

افغان لوبغاړو نن بنګالي لوبغاړي تر سخت فشار لاندې راوستل او تر یوه وخت تمه کېده چې د بنګله دېش ټول لوبغاړي به مخکې تر دې وسوځي چې د منډو شمېر ۱۸۰ ته ورسوي خو په وروستیو اوورونو کې افغان باولرانو د توقع خلاف زیاتې منډې ورکړې.

د افغان باولرانو په منځ کې تر ټولو لږې منډې محمد نبي ورکړې.

ده په ۱۰ اوورونو کې یوازې ۱۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

راشد ارمان په ۱۰ اوورونو کې ۳۵ منډې ورکړې خو ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

لومړي دوه لوبغاړي میرویس اشرف وسوځول. د میرویس اشرف له لوري د بنګله دېش د تمیم اقبال او سومیه سرکار سوځولو د بنګالي ټیم پر روحیه منفي اغېز وکړ.

د بنګله دېش دوه نور لوبغاړي نوین الحق او رحمت شاه وسوځول.

د افغانستان بیټنګ محمد شهزاد او نوروز منګل پیل کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *