افغان کرکټ ټیم په تمریني سیالۍ کې د بنګله دېش کرکټ بورډ ټیم مات کړ

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په ډاکه کې د بنګله دېش د کرکټ بورډ ټیم ته په تمریني سیالۍ کې ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو ۲۳۴ منډې وکړې خو بنګله دېش یې په مقابل کې ۱۶۷ منډې وکړای شوې او ټول لوبغاړي یې په ۳۸ اوور او ۱ توپ وسوځېدل.

په دې توګه دا تمریني سیالي افغان لوبغاړو په ۶۶ منډو وګټله.

د افغانستان لپاره محمد نبي او حشمت الله شهیدي تر ټولو ښه لوبه وکړه.

شاهدي ۶۹، اصغر ستانکزي ۳۱، راشد خان ۳۰، میرویس اشرف ۳۲منډې وکړې.

د افغان ټیم اوپنرانو نوروز منګل او محمد شهزاد ښه لوبه ونه کړای شوه.شهزاد په ۴۶ توپونو ۱۷ او نوروزمنګل په ۳۷ توپونو ۱۰ منډې وکړې.

محمد نبي د بنګله دېش د کرکټ بورډ ۴ لوبغاړي وسوځول. راشد خان هم دوه لوبغاړي وسوځول، دوه د فرید احمد او یو هم د کریم جنت له لوري وسوځول شول.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ لپاره تر ټولو زیاتې منډې مصدق حسین وکړې. ده په ۱۱۲ توپونو ۷۶ منډې وکړې او بالاخره د محمد نبي لوري وسوځول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *