افغانستان له بنګله دېش څخه تمریني مسابقه وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره تر ۳ شل اوره مسابقو مخکې لومړنۍ تمریني مسابقه له بنګالي لوبغاړو په نسبتاً اسانه وګټله.

د جمعې په ورځ د افغانستان او بنګله دېش د الف لوبډلو ترمنځ د سیالۍ لومړی بیټنګ بنګالي لوبغاړو پیل کړ.

دوی په ۲۰ اورونو کې ۱۴۵ منډې جوړې کړای شوې.

د بنګالي لوبغاړو لپاره مصدق حسین ۳۸، مشفیق الرحمن ۲۷ او شکېب الحسن ۱۹ منډې وکړې.

خو افغان لوبغاړو دا هدف په اتلسم اوور کې پوره کړ او په ۸ ویکټونو یې لوبه وګټله.

حضرت الله ۶۹ منډې وکړې، محمد نبي ۳۲ او شفیق الله شفق ۲۸ منډې وکړې او دواړه تر پایه ونه سوځېدل.

ټاکل شوې ده چې سبا /یکشنبه/ د افغانستان او بنګله دېش په خپله لومړۍ شل اوره مسابقه کې مخامخ شي.