د بنګله دېش ۱۹ لوبډلې په ډېر توپیر لومړۍ مسابقه وګټله

تاند- په بنګله دېش کې د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ۱۹ کلونو لوبډلو ترمنځ لومړۍ مسابقه بنګالي لوبغاړو په ډېر توپیر وګټله.

لومړی بنګالي لوبغاړو بیټنګ وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړو په ۳۴ اورونو کې ټولټال ۷۷ منډې وکړې او یو په بل پسې وسوځېدل.

د افغان لوبډلې په منځ کې تر ټولو ډېرې منډې طارق ستانکزي وکړې. ده په ۲۳ توپونو ۱۶ د ۳ څلوریزو په مټ وکړې.

نثار وحدت په ۳۵ توپونو ۱۰ منډې وکړې.

Afghan under 19 vs Bangladeshد بنګله دېش قاضي انیک ۴ او نعیم حسن ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.

توحید هریدوی د بنګله دېش لپاره په ۸۵ توپونو ۵۲ او محدالحسن په ۸۴ توپونو ۳۵ منډې وکړې.

مجیب او طارق ستانکزي د افغانستان لپاره ښه باولینګ وکړ. مجیب په ۱۰ اوورونو کې ۲۲ منډې ورکړې خو ۴ لوبغاړي یې وسوځول او طارق ستانکزي په ۹ اوورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *