افغانستان له زیمبابوې لومړۍ مسابقه په ۱۲ منډو وګټله

په داسي حال کې چې زمبابوې په ۲۷ اوور او ۲ توپونو د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۹۹ منډې کړې وې، باران لوبه ودروله او بالاخره پرېکړه وشوه چې دا سیالي افغانستان په ۱۲ منډو وګټله.

افغان لوبغاړو د زیمبابوې په وړاندې د یو ورځینۍ لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې سیال ټیم ته ۲۱۶ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې کیپتان اصغر ستانکزي او راشد ارماني جوړې کړې. ستانکزي په ۵۷ توپونو ۵۰ او راشد خان ارمان په په ۱۸ توپونو ۳۲ منډې وکړې. د دې لپاره چې ارمان ډېر ناوخته میدان ته راوایستل شو، تر فشار لاندې یې لوبه وکړه خو ډېر ښه بیټنګ یې وکړ.

دې ته په پام چې د لوبې په بیل کې شهزاد محمدي ژر وسوځېد، اټکل کېده چې افغان لوبغاړي به تر فشار لاندې وي، خو په مجموع کې داسي ښکاري چې ټیم بده لوبه نه ده کړې.

د افغانستان او زیمبابوې لومړۍ یو ورځینۍ سیالي

تاند- د افغانستان او زیمبابوې د لوبلړۍ لومړۍ مسابقه د افغانستان په بیټنګ پیل شوه.

پچه افغان لوبغاړو وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

محمد شهزاد او نورعلي ځدراڼ د افغانستان د لوبډلې پرانستګر (اوپینران) ول.

شهزاد د توقع خلاف ژر وسوځېد. ده په ۹ توپونو ۸ منډې وکړې.

خو نورعلي ځدراڼ، چې له ډېرې مودې وروسته ی وار بیا د افغانستان له ملي لوبډلې سره یوځای شوی، ورو خو ښه لوبه وکړه.

د میدان لوندوالی منډو ته مناسب نه دی.

د افغانستان او زیمبابوې  دوهمه سیالي د فبرورۍ په ۱۹مه، درېمه د فبرورۍ په ۲۴ مه او پنځمه یا وروستۍ د فبرورۍ په ۲۶مه په پام کې نیول شوې ده.

رحمت شاه په ۵۶ توپونو ۳۱ منډې وکړې.

نور علي ځدراڼ په ۷۱ توپونو ۳۹ منډې وکړې.

تراوسه د افغانستان ۳ لوبغاړي سوځېدلي، ۹۷ منډې یې کړي، ۲۵ اوور پیل شوی.

حشمت الله شهیدي په ۴۴ توپونو ۲۱ منډې وکړې.

تراوسه د افغانستان ۴ لوبغاړي سوځېدلي، ۱۵۸ منډې یې کړي، ۴۰ اوور پیل شوی.

اصغر ستانکزي په ۵۶ توپونو ۵۰ منډې وکړې. ده تر دې دمه د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه وکړه.

د اصغر له سوځېدو سره اوس ۵ افغان لوبغاړي سوځېدلي.

د منډو شمېر ۱۶۰ دی.

محمد نبي په ۱۲ توپونو ۶ منډې وکړای شوې. د ده له سوځېدو سره اوس ۷ افغان لوبغاړي سوځېدلي ۸ اوورونه پاتې دي او د منډو شمېر ۱۶۷ دی.

ګلبدین نایب په ۳ توپونو یوازې ۱ منډه وکړه.

۴۴ اوور روان دی، د منډو شمېر ۱۸۰ دی، ۴ لوبغاړي پاتې دي.

نجیب الله ځدراڼ په ۱۸ توپونو ۱۱ منډې وکړې. د ده له سوځېدو سره د سوځېدلیو لوبغاړو شمېر ۸ ته ورسېد.

د منډو شمېر ۱۹۲ دی، ۳ اوورونه او ۲ لوبغاړي پاتې دي.

دولت ځدراڼ وسوځېد. ده په ۶ توپونو ۲ منډې وکړې.

د منډو شمېر ۲۰۲ ته ورسېد. راشد ارمان ښه لوبه کوي. ده ۳ حلوریزې او یوه شپږیزه وهلې.

ارمان دوې شپږیزې سر په سر ووهلې

دا مسابقه د افغانستان 1تلویزیوني چاینل په ژوندۍ بڼه خپروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *