د 2017 د واليبال ملي سیالۍ پیل شوې

راپور: فرهاد حبیبزی –

تېره چهارشــنبه د شپږم ځل لپاره د واليبال ملي سيالۍ د واليبال فـدراسيون لخوا په رسمي توګه پيل شوې. په دې لوبو کې د کابل او ولايتونو په ګډون ديارلس لوبډلو ګډون کړی.

د نورو لوبډلو ترڅنګ د خوست، لـوګر ، لغمان ،ه رات…… او د کابل څخه جهان سپورت، سره مياشت، افغان ملي … لوبډلو هم په نوموړو سياليو کې برخــه اخيستې.

د واليبال فدراسيون مشــر بهاوالدين جيلاني په وينا دا سيالۍ له شپږو کلونو راپه دې خــوا هرکال ترسره کيږي او زياتوي چې له نوموړو سياليو څخه يې يوازينۍ موخـه د هيواد ملي لوبډلې پياوړي کول، د نویو استعدادونو پيژندل او د هغو لوبغاړو هڅول او لوبېدل دي چې تراوســه د لوبېدو چانس ندی ورکړل شوئ.

د ده په خبره د دې سياليو پیلول د افغانستان د والیبال راتلونکې غوړولی شي. تر دې مهاله ټولو لوبډلو يو يا دوه ځله مقابلو لوبډلو سـره لوبه ترسره کړې چې له هغې ډلې سره مياشت يوه لوبه ګټلېؤ يوه بايللې، خوست يوه بايللې، لوګر او امنيت لوبډلو تراوسه يوه لوبه ګټلې.

همدا شان جهان سپورت لوبډلې چې تردې دمه مخکښه لوبډله ده درې لوبې کړې درې لوبې یې په ډېر توپیر یعني 0-4 ګټلي دي. د ګډونوالوپه وينا په دې سياليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي هـم شته چې د راتلونکو نړيوالو لوبو لپاره به ډيره ګټوره وي. فرهاد (حبيبزئ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *