پر څرخڅوکۍ د باسکټبال د غوراوي سیالۍ پیل شوې

تاند-  پر څرخڅوکۍ یا ويلچر د باسکټبال د غوراوي سيالۍ پرون /سې شنبه/ په کابل کې پيل شوې.

د دغو سياليو هدف د څرخڅوکۍ د باسکټبال ملي ټيم ته د لوبغاړو غوراوب او د دې سپورتي څانګې د معلولو ورزشکارانو تشویق بلل شوی دی.

د باختر خبری اژانس د راپور له مخې، په دغو سياليو کې د کابل، کندهار، بدخشان، وردګ، فارياب، بلخ، ننګرهار او هرات ولايتونو ټيمونه د يوې اوونۍ لپاره سيالۍ کوي او د دغو سياليو په پيل کې د کندهار ټيم د بدخشان له ټيم سره او د بلخ ټيم د ننګرهار له ټيم سره لوبې وکړې.

په لومړۍ سیالي کې کندهار بدخشان ته او بلخ ننګرهار ته ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ د پارا اولمپيک فدراسيون له خوا د معلولانو د فدراسيون په همکارۍ د سره صليب د بيارغاونې په ورزشي مرکز کې روانې دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *