مانچستر یونایټید او لیستر ماسوي شول

تاند- د انګلیستان د غوره لیګ په سیالیو کې مانچستر یونایټید د دغه لیګ له سرخېل ټیم لیستر سیټي سره مسابقه مساوي کړه او د لیستر سیټي لوبډلې د اتلولۍ اعلان یې یو څه نور هم وځنډاوه.

سبا /دوشنبه/ د ټاتنم او مانچستر سیټي سیالي د لیستر لپاره زیاته مهمه ده. که مانچستر سیټي وتوانېد چې ټاتنم ته ماتې ورکړي د لیستر سیټي اتلولي به کره شي.

حاضردمه /یکشنبه/ لیستر سیټي په ۳۶ لوبو کې ۷۷ امتیازونه لري، ورپسې ځای د ټاتنم دی چې په ۳۵ لوبو کې ۶۹ امتیازونه لري.

هر بری ۳ امتیازونه لري. که ټاتنم مانچستر سیټي ته، چې اوس په ۳۶ مسابقو کې ۶۴ امتیازونه او څلورم مقام لري، ماتې ورکړي د امتیازونو شمېر به یې ۷۲ ته ورسېږي.

د مانچستر یونایټید او لیسترسیټي نننۍ /یکشنبه/ سیالي یو پر یو مساوي شوه. لومړی ګول د مانچستر یونایټید لوبغاړي مارتیل په اتمه دقیقه وواهه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *