مانچستر سیټي د غوره لیګ تر بشپړېدو مخکې اتل
تاند- د انګلیستان د فوټبال په غوره لیګ کې مخکې تر دې چې ټولې سیالۍ وشي، مانچستر سیټي اتلولي وګټله.
د سږ کال د غوره لیګ یا پریمرلیګ د جدول په سر کې له مانچستر سیټي وروسته مانچستر یوناییټید دی، خو مانچستر
یونایټید، چې د انګلیستان تر ټولو قیمتي لوبډله ده، پرون په خپل میدان کې یو پر صفر په ویسټ برام وبایلله او د مانچستر سیټي اتلولي یې تضمین کړه.
د مانچستر سیټي اتلولي په دې خاطر تضمین شوه چې که مانچستر یونایټید یا نورې لوبډلې پاتې ټولې سیالۍ وګټي، بیا یې هم امتیازونه مانچستر سیټي ته نه رسېږي. په بله بله ژبه دومره سیالۍ پاتې نه دي چې د مانچستر یونایتید امتیازونه له مانچستر سیټي سره برابر یا ترې زیات کړي.
اوس د مانچستر سیټي امتیازونه ۸۷ او د دوهم ټیم یعني مانچستر یونایتید ۷۱ دي.
هر بری د ۳ امتیازونو معادل دی.
دا به د انګلیستان یا انګلنډ په تېرو ۷ غوره لیګونو کې درېم ځل وي چې مانچستر سیټي د اتلولۍ جام ګټي.
مانچستر سیټي د سږ کال د غوره لیګ په ۳۳ مسابقو کې یوازې ۲ بایللي او ټولټال یې ۹۳ ګولونه وهلي دي.