په کندهار کې د یو ملیون ډالرو په لګښت مصنوعي چمن جوړېږي

تاند- په کندهار کې پرون /شنبه/ د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن کار پیل شو.

د دې چمن، چې یو ملیون ډالره لګښت پرې راځي، د چارو د پیل په مراسمو کې د افغانستان د المپیک او فوټبال فدراسیون عمومي ريیسانو، د کندهار والي او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

دوی په کندهار ښار او ولسوالیو کې ځوانانو ته د سپورتي اسانتیاوو په برابرولو او په دې برخه کې پر خپلو پلانونو خبرې وکړې.

د کندهار د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن د کار په پرانیستونکو مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا وویل« په کندهار کي د کرکیټ ميدان تر پرانیستني وروسته به د فوټبال په برخه کي د ياد لوبغالي جوړول د سپورټ په برخه کي لويه لاسته راوړنه وي. »

ده همداراز وویل چي په کمو امکاناتو يې د سپورټ په برخه کې ستر ګامونه اخیستي او په وينا يې چې لا هم پراخې هڅې کوي چې کندهاري ځوانانو ته د سپورټ او تعليم په برخه کې پراخې اسانتياوې برابرې کړي.

د فوټبال فدراسيون عمومي رئيس ډګرجنرال څارنوال کرام الدين کریم پخپلو خبرو کې ژمنه وکړه چي د احمدشاهي لوبغالي په شمول به په ۲۰۰ زره ډالره نور امکانات هم کندهار فوټبال فدارسيون ته ورکړي چې  دلته د سپورټ لپاره یو بل میدان هم جوړ کړل شي.

د هيواد د بدني روزنې رئيس حفيظ الله ولي رحيمي بيا وويل  چي د کندهار د ځوانانو، ماشومانو او سپورټ د مينوالو لپاره به سهولتونه برابر کړي او د کندهار لپاره د بدني روزنې په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

په غونډه کي کندهار ښاروال انجینر روښان ولسمل ډاډ څرګند کړ چي د کندهار ښار په څلورو اطرافو کې داسي ساحې په نښه کړي چې د سپورټ مینوالو ته پکې لازمې اسانتياوې برابریدلای شي او په خبره يې دا مهال په حميدي مينه کې ۲۰ جریبه ځمکه د سپورټ لپاره وقف کړې ده تر څو اړوندې ادارې پکې د سپورټ په برخه کې پانګونه وکړي.