په لوګر کې د شپږ نیم لکه ډالرو په لګښت لوبغالی جوړ شو

قدرت الله ساحل

د لوګر ولايت په مرکز کې د شپږ نیم لکه  ( ۶۵۰۰۰۰ ) امریکایي ډالرو په لګښت د لوبو یو سټډیوم یا لوبغالی له جوړېدو وروسته افتتاح شو.

دا سټډیوم په ۸ جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې په یوه وخت کې د ۳۲۳۸ کسانو پر ځائیدو سربېره،  یوه دوه پوړیزه ودانۍ هم لري چې د مېلمنو، لباس بدلولو، او انتظار لپاره هم ورته ځانګړې کوټې په نظر کې نیول شوې دي.

د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزې وزېرې سلامت عظیمي نن په همدې مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، د دې سټډیوم جوړېدل زموږ د ځوانانو لپاره یو نېک ګام دی تر څو لوبې وکړي، ښه روغتیا ولري او په مخدره توکو له روږدي کېدو څخه وژغورل شي.

عظیمي زیاته کړه، هغه ولایتونو ته چې د کوکنارو کرل پکې د صفر کچې ته رسېدلي وي، له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت ورته یو شمېر ډالۍ په نظر کې نیولي چې یوه بېلګه یې د داسې لوبغالو جوړول دي.

عظیمي وړاندې وویل، موږ په ټول هېواد کې د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه چټکې هڅې کوو او پدې برخه کې د هر افغان او هرې کورنۍ دا مسؤلیت دی چې له مخدره توکو سره مبارزه وکړي او خپل هېواد کې د کوکنارو پرځای نور ګټور کښتونه وکري.

3د لوګر والي محمد حلیم فدایي، وویل، دا سټډیوم ډېر مهم دی، پدې کې د فوټبال، والیبال، باسکټبال او منډې وهلو لوبغالي جوړ شوي چې ورسره به د لوګر ورزشکاران ډېر پرمختګ وکړي او کومې ستونزې چې دوی پدې برخه کې لرلې هغه به ټولې حل شي.

فدایي ډېره کړه، د لوګر ځوانان د نورو لوبو تر څنګ له کرکټ سره هم ډېره مینه لري او پدې برخه کې یې ډېرې لاسته راوړنې لرلي نو دوی ته د کرکټ د یو عصري لوبغالي د جوړولو لپاره تیاری نیول شوی چې په راتلونکو دوه اوونیو کې به یې ان شاالله عملي چارې پیل شي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی محمد اکبر ستانکزی وایي، وروسته له ډېر انتظاره د لوګر لپاره یو سټډیوم جوړ شو، او زه یې ټول لوګر ته مبارکي وایم، لوګر ولایت د لوبو په برخه کې د هېواد په کچه لاسته راوړنې لري مګر لوبغاړو ته یې هېڅ پام ندی شوی، زموږ لوبغاړو تر اوسه په خاورو کې لوبې کولې او د کرکټ لوبغاړي مو تر اوسه نه کوم عصري لوبغالی لري او نه هم مجهزه کرکټ اکاډمي.

ستانکزی ډېروي، زموږ په هېواد کې له ولایتونو سره د مور میرې چلند کېږي، داسې ولایتونه چې د مساحت او نفوس به لحاظ له لوګر نه ډېر کوچني دي، هلته داسې لوبغالي جوړ شوي چې د ۱۸۰۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري مګر په لوګر کې وروسته له ډېر ځنډ نه یو لوبغالی جوړېږي چې ایله ۳۵۰۰ کسان پکې ځایېږي.

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتي اعلامیې د خبر له مخې، د یاد سټډیوم چارې په ۱۳۹۵ کال کې پیل شوې وې او باید په یو کال کې پای ته رسېدلې وای خو د یو لږ ستونزو له امله یې چارې ۳ کال ځنډېدلې وې، چې تېر کال د تدارکاتو د قانون له مخې یې قرار داد له نوي شرکت سره وشو او پاتې چارې په ۵ میاشتو کې بشپړې شوې.

اعلامیه ډېروي، په یاده پروژه کې ۷۲۰۰ کسانو ته په موقتي ډول د کار زمینه هم برابره شوې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *