هند په لوګر کې د کرکټ معیاري میدان جوړوي
تاند – هندوستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د کرکټ د لوبو لپاره یو نړیوال معیاري لوبغالی جوړوي.
د دغه لوبغالي د جوړولو ابتدایي چارې د لوګر د والي محمد حلیم فدایي په موجودیت کې پیل شوې.
د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ مرحله کې به ولایتي اداره د کرکټ د لوبغالي لپاره ځمکه هواره کړي، په دویمه مرحله کې به بیا هندي لوری نورې ساختماني چارې ترسره کړي.
خبرپاڼه لیکي، «یاد لوبغالی چې د پل علم په ښار کې رغول کیږې، رغنیزې چارې به یې په دوه پړاوونو کې ترسره شي، چې په لومړي پړاو کې به د میدان هموار کاري چې تخنیکي مرسته (لوډر، اسکواټور، کمپکټور او نورو تخنیکي وسایلو آماده کول) یې د لوګر محلي اداره، ښاروالي او د ټولګټو ریاست لخوا ترسره کیږي او د یادو وسایلو لپاره به د روغنیتاتو (ډیزل او مبلایلو) مصارف د کرکټ بورډ د ادارې لخوا ورکول کیږي ترسره شي. په دوهم پړاو کې چې د هندوستان په مالي مرسته ترسره کیږي په یاد لوبغالي باندې د څلور سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو پویلین، د احاطې دیوال، چمن او د اوبو سیستم ورغول شي.»
ویل کیږي چې د افغانستان نژدې ګاونډیان له خواوشا ۳۸ کالو راهیسې د خپلو مزدورو کړیو له لارې او تر یوه حده نېغ په نېغه د افغانستان په وراني کې دخیل دي، خو هندوستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغانستان سره په بېلابېلو تعمیراتي برخو کې په زرګونو میلیونه ډالر مرسته کړې چې دا لړۍ لا هم روانه ده.