په لوګر کې د والیبال سیالۍ

تاند- د سفيد سنګ د واليبال ټيم د لوګر ولايت د سولې د جام په سياليو کې اتلولي خپله کړه.

د سولې جام په نوم د لوګر ولایت د واليبال دا پسرلنی تورنمنټ له څه مودې راپه دې خوا د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې پيل شوى و او پرون /چهارشنبه/ د سفيد سنګ د کلي د ټيم په اتلولۍ پاى ته ورسيد .

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو د چارو لوى مدير محمد کاظم  ابراهيم زاده وويل دغه سيالۍ د لوګر ولايت د ځوانانو د چارو د لوى مديريت او د ورزش او ځوانانو د پرمختيايي سازمان له خوا پيل شوې وې چې د محمد اغې له ولسوالۍ څخه دوولسو ټيمونو پکې ګډون کړى و .

ابراهيم زاده زياته کړه، په دغو سياليو  کې چې څلور ورځې یې دوام درلود په  پایلوبه کې د سفيد سنګ او د زاهد آباد ټيمونه مخامخ شول چې په نتيجه کې يې د سفيد سنګ لوبډلې لومړى مقام او د زاهدا باد ټيم دويم مقام وګاټه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *