ايا (يونس خان) به د (انضمام) ښه بديل وي؟

فياض حميد –

په کومه ورځ چې افغان کرکټ بورډ د رسنيو مخته دا اعلان وکړ چې (انضمام) سره يې قرارداد وکړ او هغه يې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه په دنده وګماره، ما په همغه ورځ د ټولنيزو رسنيو له لارې دا کار وستايه او په اړه يې ما يوه لنډه جمله وليکله:  ((سياست يو طرف ته، خو انضمام به لوبډله ډېره وړاندې بوځي، دا ځای يې زموږ او ستاسې نښه.)) کرکټ بورډ ويل موږ (انضمام) د (زمبابوی) سفر لپاره روزونکی ټاکلی، که چېرې په دې دوره کې ښه ثابت شي، نو اوږدمهاله قرارداد به ورسره لاسليک کړو، خو ما د خپلې فيسبوکپاڼې له لارې وويل: ((د کرکټ بورډ په وينا: که انضمام الحق زموږ لپاره ګټور ثابت شي او دغه سيريز وګټو، نو له هغې سره به د اوږد مهال لپاره تړون لاسليک کړي. اوس خو ګټور ثابت شوی، خو بيا هم که دغه سيريز مو بايللی هم وای، بايد له نوموړي سره اوږدمهاله تړون شوی وای، ځکه هغه کولای شي زموږ د توپوهنې ستونزې له منځه يوسي.))

یونس خان
                                                 یونس خان

(انضمام) له (1991) څخه تر (2007) زېږديز کال پورې نړيوال کرکټ ترسره کړی، په ډېرو نړيوالو جامونو کې يې برخه اخيستې، د پاکستان ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی، (۱۲۰) ټېسټ او (۳۷۸) نړيوالې يوه ورځنۍ سيالۍ يې ترسره کړې دي، هغه د پاکستان له لوري په ټېسټ سيالیو کې تر ټولو ډېرې منډې جوړونکی لوبغاړی و، خو اوس ترې (يونس خان) مخکې شوی او دا په دويم نمبر ډېرې منډې لري، نو ځکه مو ويل چې نوموړی يو ښه روزونکی دی، ځکه د بېلابېلو روزونکو تر روزنې لاندې يې کرکټ ترسره کړی.

د زياتې تجربې درلودلو پر مټ (انضمام) د افغان ملي لوبډلې لپاره يو پياوړی او ګټور روزونکی ثابت شو، د افغان لوبغاړو په توپوهنه کې ډېر مثبت تغير راغی، شهزاد محمدي چې له ډېر وخت راهيسې يې منډې نه شوې کولی، د (انضمام) په روزنه يې داسې سيالۍ ترسره کړې چې نړيوال ورته ګوته په غاښ پاتې شول، نو په ټوله کې ويلای شو چې (انضمام) يو پياوړی او ښه روزونکی و.

انضمام الحق
                                               انضمام الحق

اوس خبره د (انضمام) د بديل ده، څوک به وکولای شي د هغه ځای ونيسي او د افغان لوبغاړو هغه ډول روزنه وکړي، څرنګه چې (انضمام) کړې، يا له هغه يې هم ښه وکړي. د کرکټ بورډ عمومي رييس (نسيم الله دانش) رسنيو ته ويلي چې موږ له (يونس خان) سره خبرې کړي او غواړو هغه د ملي لوبډلې روزونکی وټاکو.

(يونس خان) د کوزې پښتونخواه د مردان په سيمه کې رالوی هغه پښتون لوبغاړی دی چې په ټېسټ سياليو کې يې د پاکستان له هر لوبغاړي څخه ډېرې منډې جوړې کړي، (يونس خان) هغه لومړی لوبغاړی دی چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې د پاکستان لپاره د لومړي ځل لپاره شل اوريز نړيوال جام وګاټه.

 کوم مهم ټکي چې بايد په يو روزونکي کې شتون ولري په (يونس خان) کې موجود دي، د تخنيکي پلوه يې تېرېږو، ځينې هغه ټکي يادوو چې (يونس خان) د (انضمام) په پرتله د افغان لوبډلې لپاره ښه روزونکی ثابتولی شي.

ژبه:

زموږ زياتره لوبغاړي له پښتو پرته په نورو ژبو په بشپړ ډول نه پوهېږي، نو له امله يې د روزونکي او لوبغاړو تر منځ افهام او تفهيم په سم ډول نه ترسره کېږي، خو (يونس خان) يو پښتون لوبغاړی دی او کولای شي چې لوبغاړي په پښتو ژبه په سم ډول وپوهوي.

د درې ډوله (شل اوريزو، يوه ورځنيو او ټېسټ) سياليو تجربه:

(يونس خان) هغه لوبغاړی دی چې په درېواړو فارمټونو کې يې ډېرې سيالۍ ترسره کړې دي، که وګورو په ټېسټ سياليو کې د پاکستان تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی دی او لا هم لوبېږي، همدا شان يې په ټېسټ سياليو کې له (۳۰۰) څخه زياتې منډې هم جوړې کړې دي، (۲۶۵) نړيوالې يوه ورځنۍ سيالۍ يې ترسره کړې دي او (۲۵) نړيوالې شل اوريزه سيالۍ يې ترسره کړې دي. د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې پاکستان د لومړي ځل لپاره شل اوريز نړيوال جام وګاټه. د (يونس خان) تجربې ته په کتلو دا ويلی شو، چې هغه يو ځوان او هر ډول کرکټ سره بلد لوبغاړی او روزونکی دی.

د افغان لوبغاړو سره بلدتيا:

(يونس خان) د افغان لوبغاړو سره هم سيالۍ ترسره کړي او دا ورته مالومه ده چې کومې نيمګړتياوې لري، نو کولای شي په ښه ډول يې حل کړي.

ددې هر څه سربېره د (يونس خان) معاش هم د (انضمام) د معاش نيمايي برابر دی،  د (يونس خان) کور په مردان کې دی، نو کولای شي په اسانه توګه کابل ته راشي او ولاړ شي.

که په ټوله کې نظر واچوو، نو د افغان ملي لوبډلې لپاره بايد اسيايي روزونکی وټاکل شي، ځکه د اسيايي هېوادونو وېشتنځايونه، هوا او د لوبغاړو لوبه ترسره کول تر ډېره يو شان دي،  چې بيا په اسيايي هېوادونو کې اوليت هندوستان او پاکستان ته ورکول کېږي، ځکه د سرېلانکا هېواد لوبغاړي په اردو نه پوهېږي او زموږ لوبغاړي نه د هغوی په ژبه او نه په انګليسي. له بل پلوه د هند پياوړي لوبغاړي زړه نه ښه کوي چې د افغان لوبډلې روزنه وکړي، ځکه د هغوی لپاره ډېر هېوادونه دې ته چمتو دي چې د روزونکي په ډول دنده ورکړي، نو له دې امله زموږ لپاره د پاکستان پياوړي لوبغاړي د روزونکي په توګه په دنده ګمارل ډېر ګټور ثابتېدلای شي، چې په پاکستاني لوبغاړو کې بيا (يونس خان) د افغان ملي لوبډلې لپاره ډېر ګټور دی.

ومن الله التوفيق

One thought on “ايا (يونس خان) به د (انضمام) ښه بديل وي؟

  1. نورنه پوهیږم خو ترڅوبه مونږ ده پاکستان تاریخ تیره او بیکاره لوبغاړو ته ده ښه کاګردګی لایسنسی جوړوو اول کی څوګ دانظمام په قیصه کی هم نه وو خوچی افغان لوبډلی ته راغی نو ده بخت ستوری راویښ شو اوس تاسی بل (تړتړو) راپیداکړو نومهربانی وکړی دی یونس خان تړنړو نه تیرشی داګه چیرته ښه لوبغاړی وو نو پاکستان به تری کار اخیسی وو کنه ولی انظمام بیرته وغښتلو حتی چی اخطارونه یی ورته هم ورکړل که رانشی نو دغسی دغسی …………….البته چی جملی نه وشرمیږی چی لوبه به زمونږ لوبغاړو په خبل همت وګټله دوی به (انظمام الحق کي محنت نی رنګ لی ايې) بس دی نور دایو کرکټ پاتی دانورمه مرداروی .مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *