افغانستان د انضمام الحق له استعفا سره موافقه وکړه

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د پاکستان د کرکټ بورډ په غوښتنه یې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د انضمام الحق له استعفا سره موافقه کړې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس شفق ستانکزي نن وویل:«د پاکستان د کرکټ بورډ رييس شهریار خان ټېلفون راوکړ او غوښتنه یې راڅخه وکړه چې انضمام الحق پرېږدي چې د پاکستان ټیم ته یې وګوماري.»

شهریار خان انضمام الحق ته د پاکستان د ملي ټیم د غوراوي د کمېټې د مشرۍ وړاندیز کړی دی. خو انضمام الحق ورته ویلي چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې قرارداد د سږ کال په دسمبر میاشت کې پای ته رسېږي.

خو اوس د افغانستان له موافقې وروسته انضمام الحق ته لاره هواره شوه چې د خپل هیواد د ملي ټیم خدمت وکړي.

د انضمام الحق تر لارښوونې او روزنې لاندې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د پام وړ پرمختګ وکړ.

له بلې خوا د افغانستان د کرکټ اجرايي ريیس نسیم الله دانش نن /شنبه/ ازادي راډیو ته وویل چې افغان کرکټ بورډ د انضمام الحق له استعفا سره موافقه کړې ده.

دانش همداراز وویل:« له افغانستان نه خپه نه دی او د خپل هېواد د ملي ګټو لپاره یې استعفا ورکړې ده.»

ښاغلي دانش زیاته کړه امکان لري چې انضمام الحق د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي د کمېټې مشر وټاکل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *