بنګله دېش د افغانستان په کوربه توب له سیالیو سره موافقه وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې بنګله دېش د افغانستان په کوربه توب له افغانستان سره د سیالینو د کولو په اړه د افغان کرکټ بورډ بلنه منلې ده.

کرکټ بورډ وايي په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ نورې سيالۍ وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند  فريد هوتک د تلې په ٩ مه رسنیو ته وويل، د کرکټ بورډ اجراييوي رييس پرون دبنګله دېش په ډاکې ښار کې د دغه هېواد د کرکټ ادارې له اجراييوي رييس  نظام الدين چوهدري سره وليدل.

د دې په وینا په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو کرکټ سياليو پر ګډو پلانونو خبرې وشوې او د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش او افغان ملي لوبډلو ترمنځ د سياليو نېټې هم د نهايي کېدو پړاو ته ورسېدې.

کرکټ بورډ د سیالیو نېټې نه دي اعلان کړي.

هوتک وايي، چې دغه راز د افغانستان او بنګله دیې لوبډلو ترمنځ د راتلونکو نورو سياليو په اړه هم بحث وشو.

د هغه په وينا، سربېره پردې په دغه ناسته کې د د کرکټ نړيوالې شورا په کلنۍ غونډه کې چې په اکتوبر کې به ترسره شي، د دوهمې درجې غړيتوب لرونکو هېوادونو لخوا د ورکړل شوي پروپوزل (د دولسو لوبډلو ترمنځ د ټيسټ او ديارلسو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو يو ورځنيو سياليو وړانديز) په برخه کې هم د بنګله دېش د ملاتړ په اړه تفصيلي خبرې وشوې .

ښاغلی هوتک وايي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ اجراييوي  رييس په دغه برخه کې خپل افغان سيالي د ملاتړ ژمنه وکړه .

د کرکټ بورډ وياند دغه راز وويل، چې په دې ناسته کې د بنګله دېش په ملي شل اووريزو سياليو (بي پي ايل) کې د افغان لوبغاړو پر ګډون هم خبر وشوې او امکان شته، چې تر پنځو پورې افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.

2 thoughts on “بنګله دېش د افغانستان په کوربه توب له سیالیو سره موافقه وکړه

  1. د افغانستان ټیم یو پیاوړی ټیم دی خو د ناکامی علت یی واسطه بازی او په کریکټ بورد کی ددوی سره نه همغږی ده باید ملی فکر ټیم ته وشی خو داسی نه ده د څو نفرو جورامد ته ترجیح ورکول کیږی اصغر منجمینټ نه لری او نه ټیم منیج کولای شی نه فیلډ او نه هم بیټ کولای شی باید یو څه تغیرات پکی راوړل شی او کنه په همدی شان بی سرنوشته به لوبیږی او ناکامیږی به
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *