د بنګله دېش روزونکی وايي، د مسابقې لومړۍ شېبې زیاتې ټاکونکې دي

تاند- د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلې د لومړۍ یو ورځینۍ سیالۍ په درشل کې د دغه هیواد د ملي ټیم روزونکی (کوچ) وايي، لومړی ساعت به د دواړو لوبډلو لپاره تر ټولو مهم او ټاکونکی وي.

د افغانستان او بنګله دېش د ملي لوبډلو ترمنځ لومړنۍ یو ورځینۍ سیالي /یکشنبه/ سپټمبر۲۵/ د بنګله دېش په وخت د ماسپښین ۲ نیمې بجې (د افغانستان وخت  یوه بجه) د میرپور ښار په شېربنګال لوبغالي کې پیلېږي.

په دغه لوبغالي کې به دواړه ټیمونه ۳ یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

د بنګله دېش لوبغاړي غواړي چې د لوبې په لومړیو شېبو کې افغان لوبغاړي تر اغېز لاندې راولي. دوی دغه راز باور لري چې لومړنۍ لوبه ورته زیاته مهمه ده ځکه چې که دا لوبه یې په ډېر توپیر وګټله افغان لوبغاړي به روحیه وبایلي.

د بنګله دېش د ملي لوبډلې روزونکي هتورو سینګها د شنبې په ورځ وویل«زموږ اصلي تمرکز په دې دی چې ۳ واړه یو ورځینۍ مسابقې له افغانستانه وګټو. موږ ډېر وخت مسابقه نه ده کړې او دا مو کمزوری پاینټ دی، د همدې لپاره هم موږ ته پکار ده چې ډېر تر ډېره هڅه وکړو او سیال ته ماتې ورکړو.»

ده زیاته کړه«لومړنۍ مسابقه زموږ لپاره خورا مهمه ده. د مسابقې لومړنۍ شېبې لا مهمې دي چې ښه یې پیل کړو.»

د بنګله دېش د ټیم روزونکي دا هم وویل«موږ د خپل ټیم د مهارت – بیټنګ، باولینګ یا فولډینګ په برخو کې هیڅ اندېښنه نه لرو.»

بنګله دېش وروسته له انګلیستان سره څو سیالۍ کوي.

د بنګله دېش د ټیم کیپتان وايي چې دوی له افغانستان ټیم ته په هماغه سترګه ګوري چې د انګلیستان ټیم ته ګوري.

بنګله دېش په نړیواله درجه بندۍ کې اووم ځایی لري، د دې معنا دا ده چې تر ویست انډیز او پاکستان وړاندې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *