د افغانستان لپاره د بنګله دېش په وړاندې دوهمه مسابقه خورا مهمه ده

تاند- د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټیمونه به /چهارشنبه/ د بنګله دېش په میرپور ښار کې په دوهمه یو ورځینۍ سیالۍ کې مخامخ شي.

لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه د تېرې یکشنبې په ورځ /سپټمبر۲۵/ بنګله دېش د توقع خلاف په ۷ منډو وګټله.

دوهمه یو ورځینۍ مسابقه د افغانستان لپاره زیاته مهمه ده ځکه چې د بایللو په صورت کې یې د ۳ یو ورځینیو سیالیو لړۍ بایلي.

دا سیالي د بنګله دېش په وخت د ماسپښین په دوه نیمې بجې (د افغانستان د ماسپښین یوه بجه) پیلېږي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې افغانستان د خپل ټیم په ترکیب کې بدلون راوړي او که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *